د هرات ولایت په ګذره ولسوالۍ کې د سړک جوړولو چارې رواني دي

Anonymous (not verified)
Sun, Jun 13 2021 1:46 PM
د هرات ولایت په ګذره ولسوالۍ کې د سړک جوړولو چارې رواني دي

د هرات د ګذرې ولسوالۍ اړوند له ابل دوکان څخه تر سمنت پروژې پورې د څه باندې ۱۱ کیلومټره اسفالټ یا پاخه سړک رغنیزې چارې رواني دي.

د یادې پروژې د رغیدا تړون د ټولګټو وزارت له لوري له یو خصوصي ودانیز شرکت سره شوې او تردې مهال یې رغنیز بهیر ۴۲ سلنه سرته رسیدلی دی.

د دې کاري پروژې په بشپړتیا سره به ګڼ کلي لکه، آخندان، ګل بافها، ده تپه، چهار کفترخان، وکیل، جمالزی او کلاته سره ونښلي، چې ورسره سم به د اړوندو سیمو د وګړو شته ستونزې د سړک په برخه کې حل شي او د پخوا په پرتله به د تګ راتګ په برخه کې اسانتیاوې رامنځته کړي.

د یادولو وړ ده، چې د سړک د دغې پروژې د رغیدا سره سم به ۹۲۵۰ تنه په مستقیم او ۳۰۰۰۰ تنه به ترې په غیر مستقیم ډول ګټه واخلي.

.

6 months 4 weeks ago

 

تازه ترین اخبار

Tue, Jul 27 2021 1:35 PM
Background image

Maintenance of 6.98 km part of Kabul-Kandahar highway completed

Zabul: Ministry of Public Works announced the periodic maintenance and rebuilding of a 6.98-kilometer long road in the Shajoi district of Zabul province, which is a part of the Kabul. . .

Tue, Jul 27 2021 1:09 PM
Background image

Daikundi: The urban roads of Nili City reach 73% progress

The 8.8 km long and 14 meters wide urban roads project in Nili city, the capital of Daikundi province, is underway and has reached 73% of physical progress, so far.

According to the. . .

BACK TO NEWS