د کندهار ولایت د ارغنداب ولسوالۍ د ویجاړ شوې پله رغنیز کار پیل شو

ashraf_admin
Wed, Jun 16 2021 11:21 PM
د کندهار ولایت د ارغنداب ولسوالۍ د ویجاړ شوې پله رغنیز کار پیل شو

د کندهار ولایت د ارغنداب ولسوالۍ د ویجاړ شوې پله رغنیز کار پیل شو

ټولګټو وزارت د کندهار د ارغنداب ولسوالۍ د هغه وران شوي پله پر بیا رغونه کار پیل کړ چې د روان کال د وري میاشتې پر ۴مه نېټه د وسله والو مخالفینو له خوا د یوه موټر بم په وسیله ویجاړ شوی و.

دغه پُل ټولټال ۱۷۲ متره اوږدوالی او ۱۰ متره پلنوالی لري چې د چاودنې پر مهال یې ۴۰ متره برخه ویجاړه شوې وه.

ټولګټو وزارت د یاد پله د تخنیکي او تدارکاتي پړاونو تر سره کولو وروسته نن د غبرګولي په ۲۶مه نېټه د ارغنداب پله پر ورانه شوې برخه د بیا رغونې کار پیل کړ، چې په جوړېدو سره به یې د ارغنداب د مشهور آنارو دا ښکلې ولسوالي بېرته له کندهار ښار سره ونښلي.

د ټولګټو وزارت رسنیز دفتر

.

1 month 2 weeks ago

 

تازه ترین اخبار

Tue, Jul 27 2021 1:35 PM
Background image

Maintenance of 6.98 km part of Kabul-Kandahar highway completed

Zabul: Ministry of Public Works announced the periodic maintenance and rebuilding of a 6.98-kilometer long road in the Shajoi district of Zabul province, which is a part of the Kabul. . .

Tue, Jul 27 2021 1:09 PM
Background image

Daikundi: The urban roads of Nili City reach 73% progress

The 8.8 km long and 14 meters wide urban roads project in Nili city, the capital of Daikundi province, is underway and has reached 73% of physical progress, so far.

According to the. . .

BACK TO NEWS