د کونړ ــ نورستان د لومړي لاټ سړک رغنیزې چارې ۵۳ سلنه کاري پرمختګ لري

Anonymous (not verified)
Mon, Jun 21 2021 9:24 AM
د کونړ ــ نورستان د لومړي لاټ سړک رغنیزې چارې ۵۳ سلنه کاري پرمختګ لري

د کونړ ــ نورستان لومړی لاټ سړک چې څه باندې ۱۱ کیلومتره اوږدوالی او ۸ متره پلنوالی لري، دا مهال یې رغنیزې چارې له ۵۳ سلنه کاري پرمختګ سره دوام لري.

د سړک د دغې پروژې د رغیدلو تړون د ټولګټو وزارت له لورې له یوه خصوصي ودانیز شرکت سره تړون شوي، چې ټول مالي لګښت یې د افغانستان دولت له پراختیایي بودیجې څخه ورکول کېږي.

نورستان چې د هېواد درېیم ملي پارک دی، ورغځېدلي لویه لار یې د ټولګټو وزارت په څو پړاونو کې تر مرکز پارون پورې په اساسي ډول رغوي، چې دا مهال یې په دوو لاټو په ښه توګه کار جریان لري.

د یاد سړک په بشپړیدا سره به د نورستان خلک له ګڼو اسانتیاوو برخمن شي او هم به د کونړ، نورستان د اوسېدونکو او ګڼو نورو هېوادوالو د تګ راتګ په برخه کې شته ستونزې حل شي.

د یادونې وړ ده، چې د دې سړک دویم لاټ چې څه باندې ۱۰ کیلومتره اوږدوالی لري، په چټکۍ سره دوام لري.

.

4 months 4 weeks ago

 

تازه ترین اخبار

Tue, Jul 27 2021 1:35 PM
Background image

Maintenance of 6.98 km part of Kabul-Kandahar highway completed

Zabul: Ministry of Public Works announced the periodic maintenance and rebuilding of a 6.98-kilometer long road in the Shajoi district of Zabul province, which is a part of the Kabul. . .

Tue, Jul 27 2021 1:09 PM
Background image

Daikundi: The urban roads of Nili City reach 73% progress

The 8.8 km long and 14 meters wide urban roads project in Nili city, the capital of Daikundi province, is underway and has reached 73% of physical progress, so far.

According to the. . .

BACK TO NEWS