د غور په لعل سرجنګل ولسوالۍ کې د سړک رغنیزې چارې ۵۱ سلنه پرمختګ لري

Anonymous (not verified)
Sun, Jun 27 2021 2:26 PM
د غور په لعل سرجنګل ولسوالۍ کې د سړک رغنیزې چارې ۵۱ سلنه پرمختګ لري

دا جغلي سړک چې څه باندې ۱۰ کیلومتره اوږدوالی لري، د غور ولایت د لعل سرجنګل ولسوالۍ اړوند له سر تکه غال کلي څخه پیل او تر پل دهنه تکه غال پورې غځیږي، چې اوس مهال یې رغنیز کار له ۵۱ سلنه پرمختګ سره دوام لري.

د سړک دا پروژه د ټولګتو وزارت او دوو سیمه ییزو شوراګانو تر منځ تړون شوي چې مالي لګښت یې د هیواد له پراختیایي بودیجې څخه ورکول کیږي.

د یاد سړک د رغنیز کار له بشپړیدو سره به د لعل سرجنګ ولسوالۍ ګڼ کلي د دې ولسوالۍ له مرکز او له دې لارې د غور ولایت له مرکز چغچران ښار سره ونښلول شي.

ټولګټو وزارت خلکو ته د ټرانسپورټي اسانتیاوو د رامنځته کولو په موخه هڅه کوي چې د پخو، کانکریټي او جغلي سړکونو پراختیايي پروژې پلي کړي او له دې لارې د هیواد لرې پرتې سیمې د ولسوالیو او ولایتونو له مرکزونو سره ونښلوي.

.

6 months 4 weeks ago

 

تازه ترین اخبار

Tue, Jul 27 2021 1:35 PM
Background image

Maintenance of 6.98 km part of Kabul-Kandahar highway completed

Zabul: Ministry of Public Works announced the periodic maintenance and rebuilding of a 6.98-kilometer long road in the Shajoi district of Zabul province, which is a part of the Kabul. . .

Tue, Jul 27 2021 1:09 PM
Background image

Daikundi: The urban roads of Nili City reach 73% progress

The 8.8 km long and 14 meters wide urban roads project in Nili city, the capital of Daikundi province, is underway and has reached 73% of physical progress, so far.

According to the. . .

BACK TO NEWS