په کندوز کې وسله والو مخالفینو یو پل او دوه پلګوټي نړولي

Anonymous (not verified)
Tue, Jun 29 2021 1:43 PM
په کندوز کې وسله والو مخالفینو یو پل او دوه پلګوټي نړولي

په داسې حال کې چې ټولګټو وزارت د هېواد ټولو ولایتونو کې د سړک رغونې ګڼې پروژې تر کار لاندې لري خو وسله وال مخالفین د سړکونو، پلونو او پلګوټو په نړولو سره لوی زیان رسوي.

وسله والو مخالفینو وړمه ورځ د کندوز ولایت په امام صاحب ولسوالۍ کې دوه پلګوټي او یو پل په بمونو الوزولي چې د خلکو د تګ راتګ لار یې بنده کړې ده.

د دغو نښلون ځایونو پر بیا رغونه به نږدې اوه میلیونه افغانۍ لګښت راشي چې د خلکو د تګ راتګ په برخه کې یې ګڼې اجتماعي، اقتصادي او نورې ستونزې رامنځته کړې دي.

ټولګټو وزارت د جګړو او نا امنیو له کبله نشي کولی چې په یاده سیمه کې نړلول شوي پلګوټي او پُل جوړ کړي خو د امن په راتګ سره به دا او ورته نورې ټرانسپورټي زېربناوې ورغوي.

.

4 months ago

 

تازه ترین اخبار

Tue, Jul 27 2021 1:35 PM
Background image

Maintenance of 6.98 km part of Kabul-Kandahar highway completed

Zabul: Ministry of Public Works announced the periodic maintenance and rebuilding of a 6.98-kilometer long road in the Shajoi district of Zabul province, which is a part of the Kabul. . .

Tue, Jul 27 2021 1:09 PM
Background image

Daikundi: The urban roads of Nili City reach 73% progress

The 8.8 km long and 14 meters wide urban roads project in Nili city, the capital of Daikundi province, is underway and has reached 73% of physical progress, so far.

According to the. . .

BACK TO NEWS