دایکندي: د رباط - میرامور اسفالټ سړک رغنیزې چارې ۶۰ سلنه کاري پرمختګ لري
![دایکندي: د رباط - میرامور اسفالټ سړک رغنیزې چارې ۶۰ سلنه کاري پرمختګ لري](/sites/default/files/2021-07/2_27.jpg)
دا سړک چې ١٢.١٤٢ کیلومتره اوږدوالی، ٦ متره پلنوالی او د سړک دواړه غاړو ته دوه متره پلي لارې لري، د دایکندي ولایت د میرامور ولسوالۍ له رباط بازار څخه پیل او د دې ولسوالۍ تر اسیپلان سیمې پورې غځيږي، چې اوس مهال یې رغنیز کار له ۶۰ سلنه پرمختګ سره دوام لري.
دسړک دا پروژه، د ټولګټو وزارت له لوري له یوه خصوي ودانیز شرکت سره تړون شوي، چې ټول مالي لګښت یې د هیواد له پراختیایي بودیجې څخه ورکول کیږي.
د دې پروژې د رغنیز کار په بهیر کې، د سیمې ګڼ شمېر اوسېدونکو ته د کار زمینه برابره شوې چې د چارو له بشپړېدو وروسته به یې، د میرامور ولسوالۍ د اوسېدونکو ترانسپورتي ستونزي تر ډیره هواري شي.
ټولګټو وزارت د متوازنې پراختیا اصل ته په پام سره په دې ولایت کې د اسفالټ یا پخو سړکونو تر څنګ د جغلي او کانکریټي سړکونو ګڼې پراختیایي پروژې لري چې د چارو له بشپړېدو سره به یې د اوسېدونکو ډېرې ټرانسپورټي ستونزې هوارې شي.