خوست: په باک ولسولۍ کې د ۱۱ کیلومتره سړک رغنیزې چارې د بشپړېدو په حال کې دي

Anonymous (not verified)
Thu, Jul 29 2021 3:19 PM
خوست: په باک ولسولۍ کې د ۱۱ کیلومتره سړک رغنیزې چارې د بشپړېدو په حال کې دي

دا اسفالټ سړک چې ۱۱.۶۸ کیلومتره اوږدوالی لري، د خوست ولایت د باک ولسوالۍ له مرکز څخه د علي شېر ولسوالۍ تر ترزایي بازار پورې غځیدلی، چې اوس مهال یې رغنیز کار ۹۸.۶۸ سلنه بشپړ شوی او په نیږدي راتلونکې کې به ګټې اخیستنې ته وسپارل شي.

دا پروژه د ۱۲۴ میلیونه افغانیو په ارزښت د ټولګټو وزارت له خوا پر مخ وړل کیږي چې لګښت یې د هېواد له پراختيايي بودیجې څخه ورکړل شوی.

د دې پروژې د رغنیز کار پرمهال د سیمې اوسېدونکو ته په مستقیم او غیرمستقیم ډول ۱۵۴۵۰ کاري ورځې رامنځته شوې او ګټې اخیستنې ته تر سپارلو ورسته به پر دې سړک ۸۲۰۰ کسان په مستقیم ډول تګ راتګ کوي.

د یاد سړک د رغنیز کار له بشپړېدو سره به د سړک اړوند کلیو ترڅنګ د خوست ولایت د باک، علي شیر او ځاځي میدان ولسوالیو د اوسېدونکو ټرانسپورټي ستونزې هوارې او همدارنګه به کرنیز او سوداګریز توکې د پخوا په پرتله په اسانه توګه د خوست ولایت مرکز ته لیږل کیږي.

.

4 months 1 week ago

 

تازه ترین اخبار

Tue, Jul 27 2021 1:35 PM
Background image

Maintenance of 6.98 km part of Kabul-Kandahar highway completed

Zabul: Ministry of Public Works announced the periodic maintenance and rebuilding of a 6.98-kilometer long road in the Shajoi district of Zabul province, which is a part of the Kabul. . .

Tue, Jul 27 2021 1:09 PM
Background image

Daikundi: The urban roads of Nili City reach 73% progress

The 8.8 km long and 14 meters wide urban roads project in Nili city, the capital of Daikundi province, is underway and has reached 73% of physical progress, so far.

According to the. . .

BACK TO NEWS