ټولګټو وزارت د کابل ۔ کندهار لویې لارې ترمیماتي سروې پیلوي

ashraf_admin
Thu, Nov 25 2021 11:06 AM
ټولګټو وزارت د کابل ۔ کندهار لویې لارې ترمیماتي سروې  پیلوي

د ټولګټو وزارت د رهبرۍ په لارښوونه د کابل ۔ کندهار لویې لارې د ترمیماتي سروې لپاره د دې وزارت له بیلابیلو برخو څخه ٣٢ انجنیران غوره شوي دي، د انجنیرانو یاد ټیم به د افغان صداقت او باختر ګروپ ودانیزو شرکتونو سره په همغږۍ د کابل ۔ کندهار د لویې لارې ترمیماتي سروې پېلوي او اوسنی حالت به یې په هر اړخیز ډول سره څېړي. 

پر همدې اساس نن د ټولګټو وزارت د تخنیکي مرسیتال سید ادریس میر په مشرۍ غونډه ترسره شوه، چې په لارښوونه یې د انجنیرانو دا ټیم له یادو ودانیزو شرکتونو سره په همغږۍ د هیواد سویل لویدیځ ته د سفر پريکړه وسوه او د یادې مهمې لویې لارې ترمیماتي سروې به پیل کړي.

د کابل ۔ کندهار لویه لار؛ یو له مهمو ټرانزیټي لارو څخه ده چې د گڼو ولایتونو پر نښلون سربېره د سوداگریزو توکو په لیږد کې اغيزمن رول لري؛ خو له بده مرغه په تیرو کلونو کې د لوړ تناژ باروړنکو وسایطو لخوا ویجاړه شوي ده. 
د ټولګټو وزارت رسنیز دفتر

.

1 day 4 hours ago

 

تازه ترین اخبار

Tue, Jul 27 2021 1:35 PM
Background image

Maintenance of 6.98 km part of Kabul-Kandahar highway completed

Zabul: Ministry of Public Works announced the periodic maintenance and rebuilding of a 6.98-kilometer long road in the Shajoi district of Zabul province, which is a part of the Kabul. . .

Tue, Jul 27 2021 1:09 PM
Background image

Daikundi: The urban roads of Nili City reach 73% progress

The 8.8 km long and 14 meters wide urban roads project in Nili city, the capital of Daikundi province, is underway and has reached 73% of physical progress, so far.

According to the. . .

BACK TO NEWS