الحاج ملا عبدالجبار د ټولگټو وزارت د سړکونو د ساتنې او څارنې د مرستیال په توگه معرفي شو

Anonymous (not verified)
Sun, Jan 09 2022 12:53 PM
الحاج ملا عبدالجبار د ټولگټو وزارت د سړکونو د ساتنې او څارنې د مرستیال په توگه معرفي شو

د عالیقد امیر المؤمنین حفظه الله د ۱۴/۵/۱۴۴۳ نېټې د ۹۶ گڼه حکم پر بنسټ محترم معاون ملا عبدالجبار د ټولگټو وزارت د سړکونو د ساتنې او څارنې مرستیال په توگه وټاکل شو، چې د ټولگټو وزارت د سرپرست الحاج ملا عبدالمنان عمري له لوري په داسې حال کې د وزارت کارکوونکو ته ور وپیژندل شو، چې د دې وزارت تخنیکي، مالي او ادارې مرستیالانو او یو شمیر رئيسانو هم حضور درلود.

په همدې موخه په جوړو شویو مراسمو کې د ټولگټو وزار سرپرست د خپلو خبرو پرمهال وویل:

ټولگټو وزارت د ا.ا.ا یوه مهمه برخه ده، چې له بریا ورسته تر دې مهاله یې په هیواد کې د خلکو د ترانسپورتي ستونزو د هوارولو په موخه گڼې د ساتنې او څارنې پروژې تطبیق کړي دي او په ستونزو او خنډونو سربیره د دې وزارت چارې لا هم په ښه ډول سره پر مخ روانې دي.

هغه همدارنگه زیاته کړه:

په غوره توگه د ترانسپورتي خدمتونو وړاندې کول او د خلکو د ترانسپورتي ستونزو هوارولو په موخه، د ا.ا.ا رهبري ملا عبدالجبار چې نیک شهرت لري او د غوره اخلاقو څښتن او یو مجاهد شخص دی، د سړکونو د ساتنې او څارنې د مرستیال په توگه وټاکل تر څو د ژمي په دې موسم کې د خلکو ستونزې هوارې کړي.

ورپسې د ساتنې او څارنې مرستیال ملا عبدالجبار خبرې وکړې او زیاته یې کړه چې زما ټاکنه د افغانستان خلکو ته په رښتنې ډول د خدمت وړاندې کول دي او له خدای ج څخه غواړم چې موږ ټولو ته توفیق را په برخه کړي تر څو په گډه د هیواد آبادۍ ته کار وکړو.

.

1 day 4 hours ago

 

تازه ترین اخبار

Tue, Jul 27 2021 1:35 PM
Background image

Maintenance of 6.98 km part of Kabul-Kandahar highway completed

Zabul: Ministry of Public Works announced the periodic maintenance and rebuilding of a 6.98-kilometer long road in the Shajoi district of Zabul province, which is a part of the Kabul. . .

Tue, Jul 27 2021 1:09 PM
Background image

Daikundi: The urban roads of Nili City reach 73% progress

The 8.8 km long and 14 meters wide urban roads project in Nili city, the capital of Daikundi province, is underway and has reached 73% of physical progress, so far.

According to the. . .

BACK TO NEWS