د زابل ولايت قومي مشرانو د ټولگټو وزارت د څار او ساتنې له مرستيال سره وليدل

Anonymous (not verified)
Wed, Jan 19 2022 10:24 AM
د زابل ولايت قومي مشرانو د ټولگټو وزارت د څار او ساتنې له مرستيال سره وليدل

د ټولگټو وزارت د څار او ساتنې مرستيال الحاج معاون ملا عبدالجبار د زابل ولایت د قومي مشرانو سره د وزارت د غونډو په تالار کې وکتل.

په دې لیدنه کې د زابل ولایت له ټولو ولسوالیو څخه راغلو استازو د ټولگټو وزارت د ساتنې او څارنې له مرستیال سره په لیدنه کې د ا.ا د بریا مبارکي وویله او له ا.ا څخه یې د تېر په څیر خپل ملاتړ څرگند کړ.

راغلو مشرانو په خپل نوبت سره د دې ولایت د سړکونو او پلونو په برخه کې شته ستونزي بیان کړې او زیاته یې کړه؛ زابل ولایت ته په تیرو کلونو کې پاملرنه، نه ده شوې دوی د ټولگټو وزارت د ساتنې او څارنې له مرستیال څخه د شملزو ولسوالۍ د ږیځ پل، د شینکۍ ولسوالۍ د عمومي پُل، د نوبهار ولسوالۍ د کندي غټو پُلونو د جوړولو تر څنگ د زابل ولایت د ولسوالیو ترمنځ نښلونکي سړکونو او د قلات ښار د سړکونو د پخولو غوښتنه وکړه.

د ټولگټو وزارت د څار او ساتنې مرستيال الحاج معاون صاحب، ټولو مشرانو ته ښه راغلاست وویل او افغانستان یې د ټولو افغانانو ګډ کور یاد کړ، د دوی ستونزي یې پر ځای و بللې، او د هر ډول همکارۍ ډاډ يې ورکړ.

ښاغلي معاون صاحب په خپلو خبرو کې د زابل ولایت د خلکو او قومونو د ستونزو پر اساسي حل خبرې وکړې او پر ټولو مشرانو يې ږغ وکړ چې په هيواد کې د یو قوي نظام د جوړښت لپاره له اسلامي امارت څخه د هميشني ملاتړ غوښتنه وکړه.

ښاغلي معاون صاحب همدارنګه زیاته کړه: زابل د ا.ا لپاره په تېرو شلو کلونو کې یو امن ځای و او ددې ولایت د اوسېدونکو د سړکونو او پُلونو ستونزو ته به د ټولگټو وزارت له پلان او بودیجې سره سم پاملرنه کېږي.

.

10 months 4 weeks ago

.

Latest news

Tue, Jul 27 2021 1:35 PM
Background image

Maintenance of 6.98 km part of Kabul-Kandahar highway completed

Zabul: Ministry of Public Works announced the periodic maintenance and rebuilding of a 6.98-kilometer long road in the Shajoi district of Zabul province, which is a part of the Kabul. . .

Tue, Jul 27 2021 1:09 PM
Background image

Daikundi: The urban roads of Nili City reach 73% progress

The 8.8 km long and 14 meters wide urban roads project in Nili city, the capital of Daikundi province, is underway and has reached 73% of physical progress, so far.

According to the. . .

BACK TO NEWS