د زابل ولايت قومي مشرانو د ټولگټو وزارت د څار او ساتنې له مرستيال سره وليدل

wali_admin
چهارشنبه ۱۴۰۰/۱۰/۲۹ - ۱۰:۲۴
د زابل ولايت قومي مشرانو د ټولگټو وزارت د څار او ساتنې له مرستيال سره وليدل

د ټولگټو وزارت د څار او ساتنې مرستيال الحاج معاون ملا عبدالجبار د زابل ولایت د قومي مشرانو سره د وزارت د غونډو په تالار کې وکتل.

په دې لیدنه کې د زابل ولایت له ټولو ولسوالیو څخه راغلو استازو د ټولگټو وزارت د ساتنې او څارنې له مرستیال سره په لیدنه کې د ا.ا د بریا مبارکي وویله او له ا.ا څخه یې د تېر په څیر خپل ملاتړ څرگند کړ.

راغلو مشرانو په خپل نوبت سره د دې ولایت د سړکونو او پلونو په برخه کې شته ستونزي بیان کړې او زیاته یې کړه؛ زابل ولایت ته په تیرو کلونو کې پاملرنه، نه ده شوې دوی د ټولگټو وزارت د ساتنې او څارنې له مرستیال څخه د شملزو ولسوالۍ د ږیځ پل، د شینکۍ ولسوالۍ د عمومي پُل، د نوبهار ولسوالۍ د کندي غټو پُلونو د جوړولو تر څنگ د زابل ولایت د ولسوالیو ترمنځ نښلونکي سړکونو او د قلات ښار د سړکونو د پخولو غوښتنه وکړه.

د ټولگټو وزارت د څار او ساتنې مرستيال الحاج معاون صاحب، ټولو مشرانو ته ښه راغلاست وویل او افغانستان یې د ټولو افغانانو ګډ کور یاد کړ، د دوی ستونزي یې پر ځای و بللې، او د هر ډول همکارۍ ډاډ يې ورکړ.

ښاغلي معاون صاحب په خپلو خبرو کې د زابل ولایت د خلکو او قومونو د ستونزو پر اساسي حل خبرې وکړې او پر ټولو مشرانو يې ږغ وکړ چې په هيواد کې د یو قوي نظام د جوړښت لپاره له اسلامي امارت څخه د هميشني ملاتړ غوښتنه وکړه.

ښاغلي معاون صاحب همدارنګه زیاته کړه: زابل د ا.ا لپاره په تېرو شلو کلونو کې یو امن ځای و او ددې ولایت د اوسېدونکو د سړکونو او پُلونو ستونزو ته به د ټولگټو وزارت له پلان او بودیجې سره سم پاملرنه کېږي.

تازه خبرونه

یکشنبه ۱۴۰۱/۲/۴ - ۱۰:۱۵
Background image

ننگرهار: د جلال آباد – تورخم پر لویه لاره د ډکي پُل د ترمیم کار په چټکۍ سره دوام لري

د ټولگټو وزارت له لخوا د جلال آباد – تورخم پر لویه لار د ډکي پل د ترمیم او بیارغونې چارې دوام لري.

د پل د ترمیم دا پروژه د ټولگټو وزارت له لوري له یوه خصوصي ودانیز شرکت سره قرارداد شوې. . .

شنبه ۱۴۰۱/۲/۳ - ۱۰:۵۳
Background image

سمنگان: د ایبک – خرم سارباغ او روی دوآب سړک د جغل اچونې چارې بشپړې شوې

د سمنگان ولایت د ټولگټو ریاست د ماشینرۍ او مسلکي پرسونل لخوا، د دې ولایت د ایبک - خرم سارباغ او روی دوآب ولسوالیو د ۱۱۰ کیلومتره غځیدلې سړک د جغل اچونې چارې بشپړي شوې.

 د یاد سړک له. . .

چهارشنبه ۱۴۰۱/۱/۳۱ - ۱۲:۴
Background image

پنجشیر: د عنابه او شتل ولسوالیو غځیدلې لارې پاک کاري او د ترافیک پرمخ پرانیستل شوې

د پنجشیر ولایت د عنابه او شتل ولسوالیو غځیدلو لارو ځیني برخې د ورستیو سیلابونو د پاتې شونو له کبله تیره ورځ د ترافیکو پرمخ بندې شوي وې. 

په ورته مهال د پنجشیر ولایت د ټولگټو ریاست له. . .

BACK TO NEWS