د ټولگټو وزارت سرپرست د کابل – کندهار له لویې لارې څخه لیدنه وکړه

Anonymous (not verified)
Sat, Feb 26 2022 11:12 AM
د ټولگټو وزارت سرپرست د کابل – کندهار له لویې لارې څخه لیدنه وکړه

د ټولگټو وزارت سرپرست محترم الحاج ملا عبدالمنان عمري پرون د جمعې په ورځ د کابل – کندهار له لویې لارې څخه لیدنه وکړه.

د ټولگټو وزارت سرپرست محترم الحاج ملا عبدالمنان عمري زابل ولایت ته د یوه سفر په ترڅ کې د کابل – کندهار لویې لارې له ملینگ کاري، د یادې لویې لارې په اوږدو کې د دریو لویو پایو پلونو او گڼ شمیر پُلگوټو او په زابل ولایت کې د ترسره شویو پروژو له کاري بهیر څخه لیدنه وکړ.

د ټولگټو وزارت سرپرست په دې سفر کې د زابل ولایت له سیمه ییزو مسؤولینو او خلکو سره هم ولیدل او مسؤولینو ته یې د پروژو د کار د غوره کیفیت په موخه لازمې لارښوونې وکړې او زیاته یې کړه: خلکو ته د ترانسپورتي اسانتیاوو د رامنځته کولو په موخه د ترانسپورتي زیربیناو د رغولو لپاره هڅې کوي؛ هغه همدارنگه خلکو ته ډاډ ورکړ، چې د دغه وزارت له پلان او مالي وجوه سره سم به د نیمگړو پروژو د کار د پیل تر څنگ د نویو پراختیايي پروژو کار هم پیل کړي.

د یادوني وړ ده، چې د ا.ا.ا، له بریا ورسته ټولگټو وزارت د کابل – کندهار لویې لارې د میلینگ کاري، د دغه لویې لارې په اوږدو کې د دریو پایو پلونو گڼ شمیر پُلگوټو او په زابل ولایت کې د ځینو پروژو د بیارغونې چارې له خصوصي ودانیزو شرکتونو سره تړون کړې، چې دا مهال د ځینو پروژو کار بشپړ شوی دی او ځینې تر کار لاندې دي.

.

9 months ago

 

تازه ترین اخبار

Tue, Jul 27 2021 1:35 PM
Background image

Maintenance of 6.98 km part of Kabul-Kandahar highway completed

Zabul: Ministry of Public Works announced the periodic maintenance and rebuilding of a 6.98-kilometer long road in the Shajoi district of Zabul province, which is a part of the Kabul. . .

Tue, Jul 27 2021 1:09 PM
Background image

Daikundi: The urban roads of Nili City reach 73% progress

The 8.8 km long and 14 meters wide urban roads project in Nili city, the capital of Daikundi province, is underway and has reached 73% of physical progress, so far.

According to the. . .

BACK TO NEWS