ننگرهار: د پچیراگام ولسوالۍ د تورې بوړې او سلمان خیل تنگي سړک سروې شوه
د ټولگټو وزارت د رهبرۍ په لارښوونه او د سیمې د اوسیدونکو په غوښتنه د ننگرهار ولایت د ټولگټو ریاست څخه يو هيئت د نوموړي رياست د رئیس مولوي يار محمد محمدي په مشرۍ د پچیراگام ولسوالۍ اړوند د تورې بوړې او سلمان خیلو تنگي سړک سروې ترسره شوه.
دا سړک ۳۰ کیلومتره اوږدوالی لري او رغول یې د پیچراگام ولسوالۍ د اوسيدونکو اساسي غوښتنه ده، چې ټولگټو وزارت به یې د رغونې کار د تخنیکي پړاونو له بشپړیدو ورسته پیل کړي.