د ټولگټو وزارت ملکیتونه د کابل ولایت د بگرامۍ ولسوالۍ په سهاک سیمه کې له غاصبینو څخه خلاص شول

ashraf_admin
Sun, Jul 24 2022 11:28 AM
د ټولگټو وزارت ملکیتونه د کابل ولایت د بگرامۍ ولسوالۍ په سهاک سیمه کې له غاصبینو څخه خلاص شول


 
د کابل ولایت د بگرامي ولسوالۍ په سهاک سیمه کې د ټولگټو وزارت اړوند درې قطعې ځمکه، چې له وړاندې د ځینو اشخاصو له لخوا غصبه شوې وه، نن د ټولگټو وزارت مسؤولینو د یوه جوړ شوي پروگرام له مخې د رسنیو په حضور کې، بیرته د ټولگټو وزارت حساب ته را وګرځوله. دا ځمکه چې مساحت یې څه باندې ١۳۵ جریبه دی او د دغه وزارت د قوای کار ریاست اړوند ده. 
د غصب شویو ځمکو د راګرځولو  په دغه پروګرام کې د ټولګټو وزارت د اداري او خدماتو رئیس، قاري عبدالرحیم ودود په دې اړوند له رسنیو سره معلومات شریک کړل، ویې ویل: ټولگټو وزارت د کابل ولایت د بګرامي ولسوالۍ په سهاک سیمه کې د څه باندې ۱۳۵ جریبو په مساحت سره در قطعې ځمکه لري. 
هغه زیاته کړه، د دغه ملکیت لومړۍ قطعه ځمکه، چې ۶.۱۳ جریب مساحت لري د دغه وزارت د پخواني قوای کار ریاست اړوند ده، له دغې قطعې سره موازي ١٢٧.١٢ جریب ځمکه د یونټ/ قوای کار د دریمې برخي اړوند ده او دریمه قطعه ځمکه ١.٩٨ جریب مساحت لري، چې د غره په لمن کې موقعیت لري د ټولگټو وزارت اړوند ملیکتونه دي. 

ښاغلي ودود همدا راز روښانه کړه: داسیمه چې نن له غصب څخه ازاده شوې ده، د ټولگټو وزارت اړوند د پخواني تعمیر ( قوای کار ریاست ) اړوند ده، چې هغه وخت یې له شته وسایطو او ماشینرۍ څخه په گټې اخیستنې سره د کابل، لوگر، پکتیا او خوست ولایتونو غځېدلې لویه لار پرې ترمیم او ساتنه او څارنه یې کوله. 

د ټولگټو وزارت د اداري او خدماتو رئیس وویل: په دریم یونټ کې یو شمیر استوگنیز کورونه شتون لري، چې د وزارت د رهبرۍ له پريکړې او د با صلاحیته محکمې له حکم څخه وروسته به یې په اړه لازمه پریکړه وشي.

هغه زیاته کړه، دا مهال چې ا،ا،ا حاکم دی، هر شخص چې شرعي قباله ولري کولای شي محکمې ته مراجعه وکړي، هغه همدارنگه وویل، په ځینو ولایتونو کې د ټولگټو وزارت اړوند ملکیتونه د غاصبینو له لوري غصب شوې دي او خبرداری یې ورکړ چې د بیرته راګرځولو لړۍ یې دوام لري او له غاصبینو سره به قانوني چلند وشي.  

د ټولگټو وزارت رسنیز دفتر

.

1 year 2 months ago

.

تازه ترین اخبار

Tue, Jul 27 2021 1:35 PM
Background image

Maintenance of 6.98 km part of Kabul-Kandahar highway completed

Zabul: Ministry of Public Works announced the periodic maintenance and rebuilding of a 6.98-kilometer long road in the Shajoi district of Zabul province, which is a part of the Kabul. . .

Tue, Jul 27 2021 1:09 PM
Background image

Daikundi: The urban roads of Nili City reach 73% progress

The 8.8 km long and 14 meters wide urban roads project in Nili city, the capital of Daikundi province, is underway and has reached 73% of physical progress, so far.

According to the. . .

BACK TO NEWS