د غزني له مرکزه – مُقر ولسوالۍ بازار پورې سړک د ترمیم او بیارغونې کار پیل شو

ashraf_admin
Tue, Oct 25 2022 10:50 AM
د غزني له مرکزه – مُقر ولسوالۍ بازار پورې سړک د ترمیم او بیارغونې کار پیل شو

د کابل – کندهار لویې لارې پر مسیر د غزني له مرکزه د مُقر ولسوالۍ تر بازار پورې د سړک د اساسی ترمیم او بیارغونې کار د شاوخو ٥٦ پایو پُلګوټو په شمول د غزني ولایت د یو د ځینو سیمه اییزو مسؤولینو، د پروژې د مسؤول قاري عبدالرحیم ودود، د غزنی د ټولګټو رئیس او یو شمېر قومي مخورو په حضور کې پیل شو.

د یادې ترمیماتي پروژې کار د ټولګټو وزارت د تخنیکي او فنی پرسونل او ما شینرۍ پرمټ پرمخ وړل کیږي.

د دې پروژې د کار پرمهال به، د سیمې یو شمېر اوسېدونکو ته په مستقیم او غیر مستقیم ډول د کار زمینه برابره شي او د کار له بشپړېدو سره به د خلکو د تګ راتګ ستونزې هوارې شي.

ټولګټو وزارت تل هڅه کوي؛ چې د شته سړکونو د خوندیتوب او هیوادوالو ته د غوره ترانسپورتي اسانتیاوو د رامنځته کولو په موخه؛ له پلان سره سم د ساتنې او څارنې پروژې په ټول هیواد کې تطبیق کړي.

د ټولګټو وزارت رسنیز دفتر

.

1 month 2 weeks ago

 

تازه ترین اخبار

Tue, Jul 27 2021 1:35 PM
Background image

Maintenance of 6.98 km part of Kabul-Kandahar highway completed

Zabul: Ministry of Public Works announced the periodic maintenance and rebuilding of a 6.98-kilometer long road in the Shajoi district of Zabul province, which is a part of the Kabul. . .

Tue, Jul 27 2021 1:09 PM
Background image

Daikundi: The urban roads of Nili City reach 73% progress

The 8.8 km long and 14 meters wide urban roads project in Nili city, the capital of Daikundi province, is underway and has reached 73% of physical progress, so far.

According to the. . .

BACK TO NEWS