سرپل – جوزجان سړک د ترمیم او بیارغونې کار پیل شو

ashraf_admin
Tue, Oct 25 2022 12:26 PM
سرپل – جوزجان سړک د ترمیم او بیارغونې کار پیل شو

د شبرغان – سرپل سړک د ترمیم او بیارغونې کار د اوو پایو پُلګوټو په شمول د سرپل ولایت د یو شمېر سیمه اییزو مسؤولینو او د ټولګټو رئیس په حضور کې پیل شول.

دا ترمیماتي پروژه د ۱.۸ میلیونه افغانیو په ارزښت، د ټولګټو وزارت او نوبهار سرپل، ودانیز او سړک جوړونې شرکت تر منځ قرارداد شوې ده.

د یادې پروژې د کار په جریان کې به، د سیمې یو شمېر اوسېدونکو ته په مستقیم او غیر مستقیم ډول د کار زمینه برابره شي او د کار له بشپړېدو سره به د خلکو د تګ راتګ ستونزې هوارې شي.

ټولګټو وزارت تل هڅه کوي؛ چې د شته سړکونو د خوندیتوب او هیوادوالو ته د غوره ترانسپورتي اسانتیاوو د رامنځته کولو په موخه؛ له پلان سره سم د ساتنې او څارنې پروژې په ټول هیواد کې تطبیق کړي.

د ټولګټو وزارت رسنیز دفتر

.

7 months 1 week ago

 

تازه ترین اخبار

Tue, Jul 27 2021 1:35 PM
Background image

Maintenance of 6.98 km part of Kabul-Kandahar highway completed

Zabul: Ministry of Public Works announced the periodic maintenance and rebuilding of a 6.98-kilometer long road in the Shajoi district of Zabul province, which is a part of the Kabul. . .

Tue, Jul 27 2021 1:09 PM
Background image

Daikundi: The urban roads of Nili City reach 73% progress

The 8.8 km long and 14 meters wide urban roads project in Nili city, the capital of Daikundi province, is underway and has reached 73% of physical progress, so far.

According to the. . .

BACK TO NEWS