د هیواد د لويو لارو او سړکونو د نن ورځې وضعیت:

media_admin
Sat, Feb 18 2023 11:13 AM
د هیواد د لويو لارو او سړکونو د نن ورځې وضعیت:

بدخشان: په دغه ولایت کې، د ارغنچخواه، راغستان، کوهستان، ياوان، شهر بزرگ او یفتل ولسوالیو مسیرونه د واورو له امله د ترافیکو پرمخ بند دي همدارنګه د تخار - بدخشان عمومي مسير  هم د ورستيو اورښتونو له امله د ترافیکو پرمخ موقتاً بند دی، چې دا مهال یې د پاکولو چارې جریان لري.

د سالنګونو لویه لار: نن ورځ په سالنګونو کې هوا وریېځ ده او یاده لویه لار د ترافیکو پرمخ خلاصه ده.
دا مهال مسافر وړونکي موټر له دواړو لورو او بار وړونکي موټر له جنوب څخه شمال لوري ته تګ کولی شي.
 
ميدان وردګ:  د دغه ولایت د حاجګک کوتل مسیر د پاک کاري چارې جریان لري او د ياد ولايت اړوند نورې ټولې لارې د ترافیکو پرمخ پرانیستې دې.

کونړ: د دغه ولايت اسعدآباد - جلال اباد مسیر کې د سیلابی موادو او شولډرونو پاک کاري جریان لري، دياد ولایت نوری ټول مسيرونه د ترافیکو پرمخ پرانیستې دې.

همدارنګه د سرپل د قم کوتل لار او په فراه کې د پرچمن ولسوالۍ لارې د واورو له امله بندې دي، خو د قم کوتل بدیل مسیر د تګ راتګ پرمخ خلاص دی. 

د یادونې وړ ده، چې په هیواد کې نور ټول نښلونکي سړکونه او لویې لارې د تګ راتګ پرمخ پرانیستې دي او د دغه وزارت ولایتي ریاستونه له سړکونو او لویولارو څخه د واورو او اوبو د پاتې شونو پر پاک کاري بوخت دي؛ تر څو هیوادوال په هوسا توګه تګ راتګ وکړي.
 

.

5 months 3 weeks ago

 

تازه ترین اخبار

Tue, Jul 27 2021 1:35 PM
Background image

Maintenance of 6.98 km part of Kabul-Kandahar highway completed

Zabul: Ministry of Public Works announced the periodic maintenance and rebuilding of a 6.98-kilometer long road in the Shajoi district of Zabul province, which is a part of the Kabul. . .

Tue, Jul 27 2021 1:09 PM
Background image

Daikundi: The urban roads of Nili City reach 73% progress

The 8.8 km long and 14 meters wide urban roads project in Nili city, the capital of Daikundi province, is underway and has reached 73% of physical progress, so far.

According to the. . .

BACK TO NEWS