د هیواد د سړکونو او لویو لارو د نن ورځې وضعیت:

media_admin
Sun, Feb 19 2023 12:51 PM
د هیواد د سړکونو او لویو لارو د نن ورځې وضعیت:

د سالنګ لویه لار: نن ورځ په سالنګونو کې هوا نیمه وریېځ ده او یاده لویه لار د ترافیکو د تګ راتګ پرمخ پرانیستې ده.
دا مهال مسافروړونکي موټر له دواړو لورو او بار وړونکي موټر له یوې خوا ( له شمال څخه جنوب ته) تګ کولی شي. 

بدخشان: په دغه ولایت کې د واوري د ډیر اورښت له امله د رغستان، یاوان او کوهستان ولسوالیو لارې د تګ راتګ پر مخ بندې شوې دي، چې د پاکولو کار یې جریان لري. 

بامیان: په دغه ولایت کې یواځې د دشت دیوالي – پنجاب بازار مسیر په شاطو کوتل کې د واوري د ډیر اورښت له امله بند دي، چې د پاکولو کار یې دوام لري.

د یادونې وړ ده، چې تر دا مهال د هیواد ټول نښلونکي سړکونه او لویې لارې د ترافیکي وسایطو پرمخ خلاصې دي.
د ټولګټو وزارت د یادونې وړ ده، چې په هیواد کې نور ټول نښلونکي سړکونه او لویې لارې د تګ راتګ پرمخ پرانیستې دي او د ټولګټو وزارت ولایتي ریاستونه له شته پرسونل او ماشینري څخه په استفادې له سړکونو او لویو لارو څخه د واورو او اوبو د پاتې شونو پر پاک کاري بوخت دي؛ تر څو هیوادوال په هوسا او ډاډه توګه تګ راتګ وکړي.

.

1 year 3 months ago

.

تازه ترین اخبار

Tue, Jul 27 2021 1:35 PM
Background image

Maintenance of 6.98 km part of Kabul-Kandahar highway completed

Zabul: Ministry of Public Works announced the periodic maintenance and rebuilding of a 6.98-kilometer long road in the Shajoi district of Zabul province, which is a part of the Kabul. . .

Tue, Jul 27 2021 1:09 PM
Background image

Daikundi: The urban roads of Nili City reach 73% progress

The 8.8 km long and 14 meters wide urban roads project in Nili city, the capital of Daikundi province, is underway and has reached 73% of physical progress, so far.

According to the. . .

BACK TO NEWS