د کابل – کندهار لویې لارې د اساسي ترمیم او بیارغونې په اړه د ټولګټو وزارت اعلامیه!

media_admin
Thu, Feb 23 2023 12:05 PM
د کابل – کندهار لویې لارې د اساسي ترمیم او بیارغونې په اړه د ټولګټو وزارت اعلامیه!

کابل – کندهار لویه لاره، یوه اساسي او مهمه سوداګریزه لویه لار ده، چې د گڼو جنوبي او جنوب غربي ولایتونو پر نښلون سربېره له گاونډیو هیوادنو سره د سوداګریزو توکو په لیږد رالیږد کې اغیزمن ټرانزیټي او اقتصادي رول لري.

ټولگټو وزارت د کابل - کندهار لویې لارې اقتصادي اهمیت ته په کتو سره پلان لري، چې دا لویه لار په پنځو برخو کې چې ( ارغندۍ چوک – دوراني بازار، د غزني مرکز – پښ کنده، پښ کنده_ قلات،  قلات - شهر صفا او شهر صفا – مانجه) پورې تقسیم شوې، د کانونو د استخراج په بدل کې له ساختماني او سړک جوړونې شرکتونو سره قرارداد او په اساسي ډول ترمیم او بیاورغوي.

ټول هغه داخلي ساختماني او د سړک جوړولو شرکتونه او ملي سوداگر، چې په دغه برخه کې د سرمایه گذارۍ لیوالتیا لري او اړوند شرایط پوره کولای شي، خبر ورکول کېږي، چې د پنځلس ورځو په موده کې د بشپړ معلوماتو د ترلاسه کولو لپاره ټولگټو وزارت ته مراجعه وکړي.
 

.

4 months 1 week ago

 

تازه ترین اخبار

Tue, Jul 27 2021 1:35 PM
Background image

Maintenance of 6.98 km part of Kabul-Kandahar highway completed

Zabul: Ministry of Public Works announced the periodic maintenance and rebuilding of a 6.98-kilometer long road in the Shajoi district of Zabul province, which is a part of the Kabul. . .

Tue, Jul 27 2021 1:09 PM
Background image

Daikundi: The urban roads of Nili City reach 73% progress

The 8.8 km long and 14 meters wide urban roads project in Nili city, the capital of Daikundi province, is underway and has reached 73% of physical progress, so far.

According to the. . .

BACK TO NEWS