په هلمند کې د ۲۴ کیلو متره سړک د ترمیم کار د څه باندې ۲۲ میلیونه افغانیو په ارزښت جریان لري

media_admin
Sun, Oct 01 2023 1:25 PM
په هلمند کې د ۲۴ کیلو متره سړک د ترمیم کار د څه باندې ۲۲ میلیونه افغانیو په ارزښت جریان لري

دغه سړک، د هلمند ولایت له دوه لارې څخه پیل د ګرشک ولسوالۍ تر بازار پورې غځېدلی دی، چې ۲۴ کیلومتره اوږدوالی او د ۶ پایې پُلګوټو ترمیم په کې شامل دي. 
د سړک د ترمیم دغه پروژه د ټولګټو وزارت او نوید نوري ساختماني او سړک جوړوني شرکت تر منځ د ۲۲ میلیونه افغانیو په ارزښت قرارداد شوې ده، چې لګښت یې د دغه وزارت له بودیجې څخه ورکول کېږي.

د یادې پروژې د کار پرمهال به د سیمې یو شمېر اوسېدونکو ته د  کار زمینه برابره شي او د کار له بشپړېدو سره به یې؛ د ګرشګ ولسوالۍ د اوسېدونکو ترانسپورتي ستونزې هوارې شي او دغه راز به د پخوا په پرتله په اساني د لښکرګاه ښار ته تګ راتګ وکړي. 
 

.

2 years 1 month ago

.

تازه ترین اخبار

Tue, Jul 27 2021 1:35 PM
Background image

Maintenance of 6.98 km part of Kabul-Kandahar highway completed

Zabul: Ministry of Public Works announced the periodic maintenance and rebuilding of a 6.98-kilometer long road in the Shajoi district of Zabul province, which is a part of the Kabul. . .

Tue, Jul 27 2021 1:09 PM
Background image

Daikundi: The urban roads of Nili City reach 73% progress

The 8.8 km long and 14 meters wide urban roads project in Nili city, the capital of Daikundi province, is underway and has reached 73% of physical progress, so far.

According to the. . .

BACK TO NEWS