په هرات ولایت کې د څه باندې ۶۴ میلیونه افغانیو په ارزښت، پنځه رغنېزې پروژې تطبیق کیږي

media_admin
Tue, Oct 31 2023 11:56 AM
په هرات ولایت کې د څه باندې ۶۴ میلیونه افغانیو په ارزښت، پنځه رغنېزې پروژې تطبیق کیږي

د ټولګټو وزارت لخوا  په هرات ولایت کې د پنځه رغنېزو پروژو چارې د څه باندې ۶۴ میلیونه افغانیو په ارزښت پیل او دا مهال یې کار عملاً جریان لري.

د دغو پروژه څخه د دریو پروژو(ده شیخ او پروانه پلونوترمیم، د څه باندې ۶.۷ میلیونه په ارزښت د هرات  - تورغندۍ لویې لارې د پلچکونو ترمیم د څه باندې ۵.۹ میلیونه افغانیو په ارزښت او د پشتون زرغون ولسوالۍ د عمومي سړک د واشونو ترمیم) د څه باندې ۳.۹ میلیونه افغانیو په ارزښت د دغه وزارت او دریو بیلا بیلو ودانیزو او سړک جوړونې شرکتونو ترمنځ د ۱۶۷۸۲۸۷۳ میلونه افغانیو په ارزښت قرارداد شوي چې دا مهال یې کار مخ پر وړاندې روان دی.

همدارنګه  د دوو نورو پروژو کار( د هرات – اسلام قلعې اسفالټي سړک د داغګیرۍ او د د کندهار – هرات ۱۳۰ کیلومتره سړک د لومړي لاټ  ترمیم او داغګیري) د ۴۸۰۶۹۱۱۵ میلونه افغانیو په ارزښت د دغه وزارت د فني او تخنیکي پرسونل او شته ماشینرۍ څخه په کټې اخیستنې سره جریان لري .

د یادونې وړده چې د دغو پروژو د کار په جریان کې د یادو سېمو یوشمېر اوسیدونکو ته د کار زمینه برابره شوې ده او د کار په پشپړیدو سره به یې د خلکو ترانسپورتي ستونزې د پخوا په پرتله هوارې شي او  ګاونډیو هېوادونو ته به د کرنیزو او سوداګریزو توکو په لیږد رالیږد کې د پام وړ آسانتیاوې رامنځ ته شي.
 

.

4 months 1 week ago

 

تازه ترین اخبار

Tue, Jul 27 2021 1:35 PM
Background image

Maintenance of 6.98 km part of Kabul-Kandahar highway completed

Zabul: Ministry of Public Works announced the periodic maintenance and rebuilding of a 6.98-kilometer long road in the Shajoi district of Zabul province, which is a part of the Kabul. . .

Tue, Jul 27 2021 1:09 PM
Background image

Daikundi: The urban roads of Nili City reach 73% progress

The 8.8 km long and 14 meters wide urban roads project in Nili city, the capital of Daikundi province, is underway and has reached 73% of physical progress, so far.

According to the. . .

BACK TO NEWS