د ټولګټو وزارت سرپرست وزیر د کابل - کندهار لويې لارې له کاري بهير څخه له نږدې ليدنه وکړه

media_admin
Tue, Dec 26 2023 3:12 PM
د ټولګټو وزارت سرپرست وزیر  د کابل - کندهار لويې لارې له کاري بهير څخه له نږدې ليدنه وکړه

د ټولګټو وزارت سرپرست وزیر محترم الحاج ملا محمد عیسی ثاني، چې یو تخنيکي ټيم يې ملتيا کوله؛ کندهار ولايت ته د خپل کاري سفر په ترڅ کې د کابل - کندهار لويې لارې د بېلابېلو برخو له کاري بهير څخه له نږدې ليدنه وکړه.

د ټولګټو وزارت سرپرست وزیر په ياد سفر کې چې د زابل ولايت د ټولګټو رئیس محترم مولوي احمد احمدي هم ورسره ملتیا کوله، د کابل - کندهار لويې لارې اړوند د زابل ولايت د يو شمېر تر کار لاندې پلونو (سنګر مانده، خارجوی، غشي منار دوهم پل او سوخته پل) څخه د ليدنې تر څنګ د خار جوی پل پرانیست او ګټې اخيستنې ته وسپارل شو او قرار دادي شرکتونو ته یې سپارښتنه وکړه چې د پاتې نورو پُلونو کار هم د سړې هوا تر را رسیدو مخکې بشپړ کړي.
دغه راز د یاد ولایت اړوند د قلات – مقر د ۱۱۲  کیلومتره سړک کار هم جریان لري چې د ټولګټو وزارت سرپرست یې له کاري بهیر څخه د لیدنې ترڅنګ د یادې پروژې له کرش پلانټ او کانکريټ پلانټ څخه هم لیدنه وکړه او د پروژې د تطبیق کونکي ټیم ترسره شوي کارونه یې وستایل او د یادې پروژې مسؤلینو ته یې سپارښتنه وکړه ترڅو د دغې پروژې کار د سړې هوا تر رارسیدو مخکې د زاړه نورک پُل، سیمې پورې تکمیل کړي. 
د ټولګټو وزارت سرپرست دغه راز د شينکۍ ولسوالۍ له پله څخه هم ليدنه وکړه او تطبیق کوونکو مسؤلینو ته يې لار ښوونه وکړه چې  د ياد پله؛ پايې او استنادي دېوالونه په چټکۍ سره ورغوي او د پله د کانکریټ اچونې کار چې سړه هوا یې د کار په کیفیت منفي اغېزه کوي د راتلونکي کال په پسرلي کې ترسره کړي.
د‌ يادونې وړ ده چې د دغو پروژو د کار په جریان کې په سلګونه هېواد والو ته د کار زمینه برابره شوې ده او په تطبيق سره به یې د خلکو ترانسپورتي ستونزې دپخوا په پرتله هوارې شي او خلک به په اسانۍ سره تګ راتګ وکړي.
 

.

4 months 3 weeks ago

 

تازه ترین اخبار

Tue, Jul 27 2021 1:35 PM
Background image

Maintenance of 6.98 km part of Kabul-Kandahar highway completed

Zabul: Ministry of Public Works announced the periodic maintenance and rebuilding of a 6.98-kilometer long road in the Shajoi district of Zabul province, which is a part of the Kabul. . .

Tue, Jul 27 2021 1:09 PM
Background image

Daikundi: The urban roads of Nili City reach 73% progress

The 8.8 km long and 14 meters wide urban roads project in Nili city, the capital of Daikundi province, is underway and has reached 73% of physical progress, so far.

According to the. . .

BACK TO NEWS