په ننګرهار ولایت کې د مومندرې ولسوالۍ اړوند د باسول په سیمه کې یو پایه کیبلي پل رغول کیږي

media_admin
Wed, Jun 05 2024 2:09 PM
په ننګرهار ولایت کې د مومندرې ولسوالۍ اړوند د باسول په سیمه کې یو پایه کیبلي پل رغول کیږي

د ټولګټو وزارت سرپرست وزیر محترم الحاج ملا محمد عیسی ثاني، د ننګرهار ولايت والي محترم الحاج ملا محمد نعیم آخُند، د ریاست الوزرا‌ء ځانګړي استازي حاجي ملا لعل محمد آخُند، د ياد ولایت د ټولګټو رئیس محترم مولوي احمد احمدي، د دغه وزارت د کنترول او کیفیت رئیس انجنیر ذبیح الله نادري او یو شمېر نورو سمییزو مسئولینو د ننګرهار ولایت د مومندرې ولسوالۍ اړوند د باسول په سیمه کې د سیند د هغې برخې څخه تېره ورځ ليدنه وکړه، چې څه موده مخکې پکې کیښتۍ ډوبه شوي وه.
د ټولګټو وزارت سرپرست وزیر د یاد وزارت تخنیکي ټیم ته لارښوونه وکړه چې په یاده سیمه کې دې تر سروې او برآورد وروسته د یو پایه کیبلي پل د رغولو په اړه لازم اقدام وکړي تر څو هېوادوالو ته دتګ راتګ په برخه کې آسانتیاوې رامنځ ته شي او د داډول پیښو مخ نیوی وشي.

د يادونې وړ ده، په ننګرهار ولایت کې د مومندرې ولسوالۍ اړوند د باسول په سیمه کې یوه اونۍ وړاندې یوه بېړۍ په سیند کې ډوبه شوې وه او یو شمېر هېوادوال پکې په شهادت رسېدلې وو؛ نو په همدې اساس ټولګټو وزارت د هېوادوالو د خوندي تګ راتګ لپاره په یاده سیمه کې یو پایه کیبلي پل رغوي چې دغه پل به د یادې ولسوالۍ څو کلي د جلال آباد – تورخم لويې لارې سره ونښلوي چې دغه پل د يادو کليو د اوسيدونکو په همغږۍ سره رغول کېږي.

دغه راز د ټولګټو وزارت سرپرست وزیر او ورسره مل پلاوي په دغه سفر کې د ژيړی بابا له پل څخه هم لیدنه وکړه

.

1 month 2 weeks ago

 

تازه ترین اخبار

Tue, Jul 27 2021 1:35 PM
Background image

Maintenance of 6.98 km part of Kabul-Kandahar highway completed

Zabul: Ministry of Public Works announced the periodic maintenance and rebuilding of a 6.98-kilometer long road in the Shajoi district of Zabul province, which is a part of the Kabul. . .

Tue, Jul 27 2021 1:09 PM
Background image

Daikundi: The urban roads of Nili City reach 73% progress

The 8.8 km long and 14 meters wide urban roads project in Nili city, the capital of Daikundi province, is underway and has reached 73% of physical progress, so far.

According to the. . .

BACK TO NEWS