د کابل - کندهار لویې لارې په اړه د ټولګټو وزارت خبرتيا

لکه څنګه، چې ټولګټو وزارت، د کابل – کندهار لويې لارې اړوند د میدان وردګ ولایت د سیدآباد ولسوالۍ د شیخ آباد پل په سیمه کې د قیر اچونې کار پیل کړی دی او دا مهال عملاً جریان لري؛ نو په همدې اساس د ټرانسپورتي وسایطو د تنظيم، د ترافیکي ګڼې ګوڼې د مخنيوي او د پروژې د غوره تطبيق په موخه؛ ټولو درنو هېوادوالو او موټر چلوونکو ته خبر ورکول کیږي، چې د کابل – کندهار لويه لار د میدان وردګ ولایت د سیدآباد ولسوالۍ اړوند د شیخ آباد په سیمه کې د دوشنبې مازدیګر له ۵ بجو څخه د چهارشنبې مازدیګر تر ۵ بجو پورې (د ۱۴۰۳هـ ش کال د سرطان له ۱۸ مې نېټې څخه تر ۲۰ مې نیټې) پورې؛ د دوو ورځو لپاره د باروړونکو او غټو مسافر وړونکو (580، 404، 303) وسايطو پرمخ تړل کیږي.
پورته ذکر شوي ټرانسپورټي وسایط کولای شي چې په دغه موده کې د کابل - لوګر لويې لارې له تنګي مسیر څخه په ګټه اخیستو تګ راتګ وکړي.
د یادونې وړ ده، چې د کوچنیو مسافر وړونکو وسایطو لپاره د کابل له لوري بدیل مسیر شته؛ خو د غزني له لوري دې د کابل - لوګر لويې لارې له تنګي مسیر څخه تګ وکړي.