پنجشير، کونړ او نورستان ولايتونو کې د وروستيو سېلابونو له امله د زيانمن شويو سړکونو د پاکولو چارې ترسره شوي او ياد مسيرونه د ټرافيکو پرمخ خلاص دي

media_admin
Tue, Jul 16 2024 3:46 PM
پنجشير، کونړ او نورستان ولايتونو کې د وروستيو سېلابونو له امله د زيانمن شويو سړکونو د پاکولو چارې ترسره شوي او ياد مسيرونه د ټرافيکو پرمخ خلاص دي

د پنجشير، کونړ او نورستان ولايتونو د ټولګټو رياستونو لخوا د ځينو نورو ادارو سره په همکارۍ او همږغۍ د اړوند ماشينرۍ او پرسونل پرمټ د وروستيو سېلابونو راوتلو له امله د سړکونو د زيانمن شويو برخو د پاکولو چارې ترسره شوي او دامهال د ټرافيکو پرمخ پرانيستل شوي دي.
د پنجشير ولايت د شتل او عنابه ولسواليو په ځينو برخو کې د وروستيو تېزو اورښتونو له امله سېلابونه راوتلي وو، چې د يادو ولسواليو په ځينو نښلونکو مسيرونو کې رسوبي مواد د سړکونو سطحې ته راپورته شوي او د موټرونو تګ-راتګ يې د ستونزو سره مخ کړی وو.
د کونړ ولايت اړوند د کونړ-نورستان عمومي سړک د قمچې په سيمه کې د تېز اورښت او سېلاب له امله تخريب شوی و، چې دغه عمومي لاره د ټرافيکو پرمخ بنده شوې وه.
دغه راز د نورستان ولايت اړوند د واما ولسوالۍ د کلیګل سيمې په پنځو برخو کې هم سړک د وروستيو اورښتونو او سيلابونو له امله په بشپړ ډول تخریب شوی، چې عمومي لاره د ټرافیکو پر مخ تړل شوې او د پاکولو چارې يې په چټکۍ سره جريان لري.
د يادونې وړ ده، چې د يادو ولايتونو د ټولګټو رياستونو د اړوند ماشينرۍ او پرسونل پر مټ دغه مسيرونه له رسوبي مواد څخه پاک کاري او د ټرافيکو پرمخ پرانيستل شول.
ټولګټو وزارت هڅه کوي، چې د تخنيکي او مسلکي پرسونل پر مټ د هيواد د لويو لارو او سړکونو په ترميم، رغونې او بيارغونې سره درنو هيوادوالو ته بشپړې ټرانسپورټي آسانتياوې برابرې کړي.
 

.

1 year 2 months ago

.

Latest news

Tue, Jul 27 2021 1:35 PM
Background image

Maintenance of 6.98 km part of Kabul-Kandahar highway completed

Zabul: Ministry of Public Works announced the periodic maintenance and rebuilding of a 6.98-kilometer long road in the Shajoi district of Zabul province, which is a part of the Kabul. . .

Tue, Jul 27 2021 1:09 PM
Background image

Daikundi: The urban roads of Nili City reach 73% progress

The 8.8 km long and 14 meters wide urban roads project in Nili city, the capital of Daikundi province, is underway and has reached 73% of physical progress, so far.

According to the. . .

BACK TO NEWS