د لویو لارو د بدیلو مسیرونو په هکله د ټولګټو وزارت خبرتیا!

media_admin
اطلاعیه وزارت فواید عامه در مورد مسیر های بدیل شاهراه ها!

ټولګټو وزارت د سالنګونو او کابل-کندهار لویې لارې د ترمیم او بیارغونې کار پیل کړی چې دا مهال یې د رغونې چارې عملاً جریان لري.
د مسافر وړونکو او بار وړونکو وسایطو د تګ راتګ په موخه په سیمه کې بدیلې لارې رغول شوې دي ترڅو د کار په جریان کې وسایط له یادو بدیلو لارو څخه تګ را تګ وکړي.
ټولګټو وزارت له ټولو هېواد والو او موټرچلوونکو څخه په درنښت هیله کوي چې له یادو مسیرونو څخه د تګ راتګ پرمهال ترافیکي قوانین مراعت کړي او د بیځایه مخکې کیدو( سبقت جویۍ) څخه دې په کلکه ډه ډه وکړي؛ ترڅو د زړه بوږنونکو پیښو  څخه مخ نیوی وشي.
ټولګټو وزارت له درنو هېواد والو او موټر چلوونکو څخه غواړي چې د یادو پروژو تر بشپړیدو پورې  له حوصلې څخه کار واخلي، د دغو پروژو له بشپړیدو سره به د خلکو ترانسپورتي ستونزې هوارې شي. 

.

4 months 3 weeks ago

 

Latest announcements

Tue, Oct 14 2025 3:15 PM
Background image

Announcement Regarding the Closure of the Salang Highway!

 The Ministry of Public Works of the Islamic Emirate of Afghanistan plans to apply a protective asphalt layer over the concrete sections inside the Salang Highway tunnel in 15 and 16 . . .

Back to announcements