د ټولګټو وزارت سرپرست وزیر د کابل – غزني لویې لارې دویم لین سړک د لومړۍ برخې له کاري بهیر څخه لیدنه وکړه

media_admin
Tue, Sep 24 2024 10:22 AM
د ټولګټو وزارت سرپرست وزیر د کابل – غزني لویې لارې دویم لین سړک د لومړۍ برخې له کاري بهیر څخه لیدنه وکړه

د ټولګټو وزارت سرپرست وزیر محترم الحاج ملا محمد عیسی ثاني د کابل – غزني لویې لارې د دويم لین سړک له لومړۍ برخې (کابل – میدان وردګ) سړک له کاري بهیر څخه لیدنه وکړه.

د ياد وزارت سرپرست وزیر د سړک د دغې برخې څخه د لیدنې په ترڅ کې، د قراردادي شرکتونو مسوولينو، تخنیکي ټیمونو او انجنیرانو ته د کار د غوره کيفيت، چټکیا او په ټاکلي وخت د بشپړېدو په اړه لازمې لارښوونې وکړې.

د یادونې وړ ده، چې د ټولګټو وزارت د کابل – غزني لویې لارې اړوند د دویم لین، ۴۹ کیلومتره سړک د رغونې کار  څه موده وړاندې په دوه لاټونو کې له خصوصي سکټور سره د تړون له مخې پیل کړی او مالي لګښت د ټولپلازا (حق العبور) له محصول څخه ورکول کیږي.
 

.

1 year 4 months ago

.

تازه ترین اخبار

Tue, Jul 27 2021 1:35 PM
Background image

Maintenance of 6.98 km part of Kabul-Kandahar highway completed

Zabul: Ministry of Public Works announced the periodic maintenance and rebuilding of a 6.98-kilometer long road in the Shajoi district of Zabul province, which is a part of the Kabul. . .

Tue, Jul 27 2021 1:09 PM
Background image

Daikundi: The urban roads of Nili City reach 73% progress

The 8.8 km long and 14 meters wide urban roads project in Nili city, the capital of Daikundi province, is underway and has reached 73% of physical progress, so far.

According to the. . .

BACK TO NEWS