په ټولګټو وزارت کې د نبوي سيرت په وياړ پراخه غونډه ترسره شوه

kalim_admin
Thu, Sep 26 2024 1:00 PM
غونده

په ټولګټو وزارت کې پرون د ماپښين تر لمانځه وروسته د ربيع الاول مبارکې مياشتې د فضيلت او نبوي سيرت د مطالعې په تړاو پراخه غونډه ترسره شوه.

غونډه چې د قران کريم په مبارکو آيتونو پيل شوه، پکې د امربالمعروف نهي عن المنکر او شکايتونو اورېدلو وزارت مسلکي مرستيال شيخ الحديث محترم مولوي محمد فقير محمدي، د یاد وزارت د دعوت او ارشاد ریاست عمومي رئیس محترم شیخ القرآن مولوي محمد شریف حقاني او ورسره مل پلاوي، د ټولګټو وزارت کفيل او تخنيکي مرستيال الحاج محترم مولوي عبدالکريم فاتح، د ټولګټو وزارت د دعوت او ارشاد رئيس محترم مولوي عتيق الله عتيق، او دیاد وزارت رئیسانو، د ټولګټو وزارت د دعوت او ارشاد ریاست ښوونکو، مامورينو او کارکوونکو ګډون کړی وو.

غو

په غونډه کې د امربالمعروف نهي عن المنکر او شکايتونو اورېدلو وزارت مسلکي مرستيال ښاغلي محمدي د حضرت محمد (ﷺ) پر ژوند، صبر او زغم رڼا واچوله او ويې ويل، چې د حضرت محمد (ﷺ) ژوند، اخلاق او طریقه قران کريم دی. حضرت محمد (ﷺ) زموږ محسن دی، دده له برکته موږ ته اسلام رارسېدلی دی او دا يې پر ټول اُمت لوی احسان دی.

د محمدي په خبره، ټول امت مسلمه مسؤل او مکلف دی، چې خپل ديني ارزښتونه وساتي.

نوموړي وويل: «علماء کرام او استادان بايد نوي نسل ته د نبوي سيرت، اخلاقو، صبر او زغم په اړه بشپړ معلومات وړاندې کړي، ترڅو نوی نسل په بشپړ ډول په اسلامي روحيه سمبال شي

غو

هغه زياته کړه، موږ بايد د خپل خوږ او ګران پېغمبر حضرت محمد (ﷺ) د اخلاقو او سنتو تابعداري وکړو او په خپلو زړونو کې د خاتم النبين، خير الوراء او فخرالبشر نبي حضرت محمد (ﷺ) مينه او محبت پيداکړو.

د غونډې په پای کې راغلي پلاوي د ټولګټو وزارت له ټولو مامورينو او کارکوونکو څخه غوښتنه وکړه، چې خپل صورت او سيرت په نبوي طريقه برابر کړي، ترڅو په چارو کې ورته لا کاميابي په برخه شي.

غونډه په ټولو امورو کې د خير او برکت په دعاګانو سره پای ته ورسېده.

د ټولګټو وزارت رسنيز دفتر

.

2 years 2 months ago

.

تازه ترین اخبار

Tue, Jul 27 2021 1:35 PM
Background image

Maintenance of 6.98 km part of Kabul-Kandahar highway completed

Zabul: Ministry of Public Works announced the periodic maintenance and rebuilding of a 6.98-kilometer long road in the Shajoi district of Zabul province, which is a part of the Kabul. . .

Tue, Jul 27 2021 1:09 PM
Background image

Daikundi: The urban roads of Nili City reach 73% progress

The 8.8 km long and 14 meters wide urban roads project in Nili city, the capital of Daikundi province, is underway and has reached 73% of physical progress, so far.

According to the. . .

BACK TO NEWS