د کابل – غزني لویې لارې د دویم لین سړک د رغونې په موخه د ټولپلازا محصول د راټولولو چارې پیل شوې
د عالیقدر امیرالمؤمنین حفظ الله د حکم په اساس د کابل –غزني او کابل – جلال آباد دویم لین سړک، د ټولپلازا په بدل کې په اساسي ډول رغول کیږي چې د کابل –غزني لویې لارې دویم لین سړک د ټولپلازا راټلولو چارې تیره ورځ د یاد سړک د رغونې په موخه پیل شوې.
د کابل – غزني دویم لین سړک د رغونې په پار له ۱۷ ډوله وسایطو څخه له ۸۰ تر ۲۶۰۰ افغانیو پورې اخیستل کیږي او وروسته په یو مشخص بانکي اکونټ کې راټولې او ذخیره کیږي چې د یاد سړک لګښتونه به ورڅخه تمویل شي.
دا په داسې حال کې ده، چې څه موده وړاندي د کابل – غزني لویې لارې د دویم لین سړک د اساسي رغونې کار د افغانستان د اسلامي امارت د یو شمیر لوړ پوړو مسؤلینو په شتون کې پیل شوی وو او دامهال عملاً جریان لري.
د یادونې وړ ده چې د کابل – جلال آباد لویې لارې د دویم لین سړک د ټولپلازا محصول د راټولولو چارې به په نږدي ورځو کې پیل شي.
د کابل – جلال آباد پر مسیر د یادې لویې لارې د دویم لین سړک د رغونې په موخه له ۱۲ ډوله وسایطو څخه له ۸۰ تر ۱۳۰۰ افغانیو پورې اخیستل کیږي.
د یادې لویې لارې د دویم لین سړک د رغونې په تړاو، ټولګټو وزارت او خصوصي سکتور ترمنځ تفاهم شوی دی او په نږدې راتلونکي کې به یې عملي چارې پیل شي