د سالنګونو لویې لارې په هکله د ټولګټو وزارت خبرتیا!

kalim_admin
د سالنګونو لویې لارې په هکله د ټولګټو وزارت خبرتیا!

لکه څرنګه، چې د سالنګونو لویې لارې د اساسي بیا رغونې کار په بیلا بیلو برخو کې جریان لري او هوا هم سړه شوې ده، په همدې اساس ټولګټو وزارت له ټولو درنو هېواد والو او موټر چلونکو څخه په ډېر درنښت غوښتنه کوي، چې د یادې لویې لارې څخه د تیریدو پر مهال دې ګرمې جامې او ژمني توکي له ځان سره ولري ترافیکي قوانین دې مراعت کړي او د سالنګونو لویې لارې د ساتنې ریاست مؤظف پرسونل او اړوند مسؤولينو لارښوونو ته دې په جدي توګه پاملرنه وکړي تر څو د زړه بوږنوونکو پېښو مخه و نیول شي.

همدارنګه، ټولګټو وزارت د ټولو محترمو مجاهدینو او د پروان او بغلان ولایتونو له مسؤولینو څخه غوښتنه کوي، چې د سالنګونو لویې لارې د بیا رغونې په چارو کې دې همکاري وکړي او دیادي لویې لارې موظف پرسونل او اړوند مسؤولینو لارښونو ته دې په جدي توګه پاملرنه وکړي، ترڅو د یادې لویې لارې رغنیزې چارې له ځنډ او خنډ سره مخ نه شي.

د لړم ۲۴ د ټولګټو وزارت رسنیز دفتر

.

9 months 2 weeks ago

 

Latest announcements

Tue, Oct 14 2025 3:15 PM
Background image

Announcement Regarding the Closure of the Salang Highway!

 The Ministry of Public Works of the Islamic Emirate of Afghanistan plans to apply a protective asphalt layer over the concrete sections inside the Salang Highway tunnel in 15 and 16 . . .

Back to announcements