صاحبزاده: د افغانستان له لارې د اوسپنې پټلۍ سيمه ييز اتصال ته بشپړه زمينه برابره ده

media_admin
Tue, Nov 26 2024 1:30 PM
صاحبزاده: د افغانستان له لارې د اوسپنې پټلۍ سيمه ييز اتصال ته بشپړه زمينه برابره ده

د ا.ا.ا د ټولګټو وزارت د اوسپينزې کرښې د مرستيال محترم مولوي محمد اسحاق صاحبزاده په سرپرستۍ مل پلاوي د ايران د اوسپنې پټلۍ ادارې په رسمي بلنه د عقرب په ۲۶مه دغه هيواد ته د دوه اړخيزو ريلي همکاريو د پراختيا په موخه سفر وکړ، چې خوشبختانه د ګڼو لاسته راوړنو په لرلو سره پای ته ورسېد.

د افغان لورې د هئيت په ترکيب کې د ټولګټو وزارت د اوسپينزې کرښې د مرستيال په مشرۍ محترم انجنير ميرويس غفوري، د اوسپنې پټلۍ د پروژو مديريت ارشد کارپوه او محترم عبدالسميع درانی، د اوسپنې پټلۍ د ګټې اخيستنې او انتقالاتو رئيس شامل وو.

افغان پلاوي د خپل رسمي سفر په ترڅ کې د افغانستان لپاره د ايران د ولسمشر له ځانګړي استازي، د ايران د اوسپنې پټلۍ ادارې له رهبرۍ، د ايران د ټرانسپورټي بنسټونو د جوړولو او پراختيا شرکت له رهبرۍ، د ايران د لارو او ښار جوړونې وزارت له مرستيال، د ريلي کنسرسيوم له مسوولينو او مشهد والي سره ليدنې ترسره کړې.

د افغانستان لپاره د ايران د ولسمشر له ځانګړي استازي محترم دکتور کاظمي قمي سره په ليدنه کې د خواف-هرات د دريمې قطعې له لارې د انتقالاتو پر زياتوالي، له ياد مسير څخه د ايران هيواد پر خاص ملاتړ، د سوداګرۍ او ټرانزيټ د پراختيا لپاره په سيمه ييزه کچه د افغانستان له لارې د نويو مسيرونو پر ايجادولو او نښلولو او د دوه اړخيزه ريلي همکاريو پر موثريت خبرې او ټينګار وشو.

د افغانستان لپاره د ايران د ولسمشر ځانګړي استازي ډاډ ورکړ، چې ټول لورې دې ته چمتو دي، چې د خواف-هرات اوسپنې پټلۍ له لارې سوداګريز انتقالات زيات شي او څرګنده يې کړه، چې د سفيرانو او ځانګړو استازو په کچه د افغانستان، ايران او چين ترمنځ د اوسپنې پټلۍ غځولو په تړاو لومړني مذاکرات ترسره شوي دي؛ د هغه په خبره، چې په نږدې راتلونکې کې به په دې اړه د يادو هيوادونو د اوسپنې پټلۍ د مسوولينو ترمنځ درې اړخيزه ناسته جوړه کړي.

همداراز افغان پلاوي د خپل کاري سفر په جريان کې د ايران د اوسپنې پټلۍ ادارې له اجرائیوي رئیس محترم دوکتور جبارعلي ذاکري او مل پلاوي سره د ليدنې پرمهال د خواف-هرات له لارې د انتقالاتو د حجم لوړولو او ترجيحي او امتيازي تعرفو په تړاو خبرې-اترې وکړې.

دغه راز د ټولګټو وزارت د اوسپنيزې کرښې مرستيال او مل پلاوي د ايران د ټرانسپورټي بنسټونو د جوړولو او پراختيا شرکت له اجرائيوي رئيس سره په ليدنه کې د خواف-هرات د دريمې قطعې له لارې د تجارتي لېږد-رالېږد له ظرفيت څخه په بشپړ ‌ډول ګټې اخيستنې او د ياد مسير د پاتې کارونو د بشپړېدو او پراختيا په تړاو مفصل بحثونه ترسره کړل.

ددغه سفر په ترڅ کې د ټولګټو وزارت د اوسپنيزې کرښې مرستيال او مل پلاوي له مشهد والي سره د ليدنې پرمهال د اوسپنې پټلۍ په برخه کې د دوه اړخیزو همکاریو، سوداګریزو انتقالاتو د زیاتوالي، اسانتياوو رامنځته کولو او يوشمير نورو اړونده موضوعاتو خبرې-اترې وکړې؛ د مشهد والي د دوه اړخيزو ريلي همکاریو د پراختیا هرکلی وکړ او ژمنه یې وکړه، چې په بېلابېلو برخو، لکه کمېسارۍ او ګمرکي چارو کې به اړینې همکارۍ وکړي.

ددې ترڅنګ د ټولګټو وزارت د اوسپنيزې کرښې مرستيال او مل پلاوي د خراسان رضوي د سوداګرۍ خونې په غونډه کې، چې د افغان او ایراني سوداګرو په ګډون ترسره شوه، د سوداګرۍ او ټرانسپورټ برخو کې د شته فرصتونو او ستونزو ارزونه وکړه؛ په دې غونډه کې د پانګونې د جذب او د انتقالاتو د ظرفیت لوړولو پر اهمیت بحث او ټينګار وشو. 

دغه راز د سفر په وروستيو کې افغان پلاوي د چابهار-زاهدان-نيمروز اوسپنې پټلۍ پروژې او په مشهد کې د افغانستان-ايران د سوداګرۍ، معدن، زراعت او صنعت له مشترک اتاق څخه ليدنې وکړې.

د چابهار-زاهدان-نيمروز پروژه په اسانۍ سره کولای شي، چې د نيمروز اړوند ميلک بندر د ايران د اوسپنې پټلۍ شبکې په ځانګړې توګه د چابهار بندر سره وصل کړي؛ دغه پروژه ټولټال ۸۴۰ کيلومتره اوږدوالی لري، چې ۶۴۰ کيلومتره يې تکميل شوي او د پاتې ۲۰۰ کيلومتره کار يې لا نه دی پيل شوی.

دامهال افغانستان د اوسپنې پټلۍ د څلورو فعالو مسيرونو (حيرتان، آقينې، تورغونډۍ او خواف-هرات) له لارې په مستقيم ډول د سيمې له دريو هيوادونو (ازبيکستان، ترکمنستان او ايران) سره وصل دی.

د وروستيو ارقامو له مخې، د ۱۴۰۳ هـ.ش. کال په عقرب مياشت کې د يادو ريلي مسيرونو له لارې تر ۴۵۰ زره زيات سوداګريز انتقالات او تجارتي راکړه ورکړه ترسره شوې ده او هڅه کيږي، چې ددغو ريلي انتقالاتو کچه نوره هم لوړه شي، ترڅو د هيواد د اقتصادي ودې په پراختيا کې مثبت رول ولوبوي.

.

1 year 6 months ago

.

تازه ترین اخبار

Tue, Jul 27 2021 1:35 PM
Background image

Maintenance of 6.98 km part of Kabul-Kandahar highway completed

Zabul: Ministry of Public Works announced the periodic maintenance and rebuilding of a 6.98-kilometer long road in the Shajoi district of Zabul province, which is a part of the Kabul. . .

Tue, Jul 27 2021 1:09 PM
Background image

Daikundi: The urban roads of Nili City reach 73% progress

The 8.8 km long and 14 meters wide urban roads project in Nili city, the capital of Daikundi province, is underway and has reached 73% of physical progress, so far.

According to the. . .

BACK TO NEWS