د قرارداد د ورکړی خبرتیا -د لښکرګاه - هلمند د ترافیکي اشارو او خط اچونې پروژه

media_admin
پروژه نصب علائم و اشارات ترافیکی، خط اندازی سرک شاهراه عمومی لشکرگاه – دوراهی هلمند

ټولګټو وزارت ټولو په شرایطو برابرو داوطلبانو ته بلنه ورکوي، چې د لښکرګاه - هلمند د ترافیکي اشارو او خط اچونې پروژه په قرارداد ورکړي، چې(MOPW/1403/W-045/NCB) تشخصیه نمبر لرونکي دي، د تدارکاتو قانون او طرزالعمل سره سم د شهزاد برادران ساختماني او لوژستیکي شرکت ته چې د جواز نمبر(47336D-)  لرونکی دی، په کابل چمن حضوري کې د فردوسي تجارتي ټاور مارکیت سره موقعیت لري په(5,326,500) افغانیو په مبلغ په قرارداد ورکړي.

هغه حقيقي او حکمي اشخاص چې په دې برخه کې کوم اعتراض ولري؛ کولی شي خپل اعتراضونه د تدارکاتو قانون د ۵۰ مادې سره سم په ليکلي ډول د دې اعلان د خپریدو له نیټې څخه تر اوو تقویمي ورځو پورې د ټولګټو وزارت د تدارکاتو ریاست ته، چې په ملالۍ واټ کې د کورنیو چارو د پخواني وزارت د ملي احصايې او معلوماتو ادارې ته څېرمه موقعیت لري، وړاندې کړي.

دا خبرتيا د تړون د پای ته رسیدو معنی نه لري، پرته له دې چې پورته ذکر شوې نیټه بشپړه شي او راتلونکي قانوني پروسې به قرارداد پای ته ونه رسوي. 
 

.

6 months 1 week ago

 

Latest announcements

Tue, Oct 14 2025 3:15 PM
Background image

Announcement Regarding the Closure of the Salang Highway!

 The Ministry of Public Works of the Islamic Emirate of Afghanistan plans to apply a protective asphalt layer over the concrete sections inside the Salang Highway tunnel in 15 and 16 . . .

Back to announcements