د واورې د تیز اورښت له امله د سالنګونو په ګډون دهېواد يو شمير لويې لارې د ترافیکو پر مخ د لنډ وخت لپاره تړل شوي دي؛ د ټولګټو وزارت ولایتي ریاستونه یې د پاکولو او پرانیستلو لپاره بشپړ چمتو والی لري.

media_admin
Sun, Jan 19 2025 1:58 PM
د واورې د تیز اورښت له امله د سالنګونو په ګډون دهېواد يو شمير لويې لارې د ترافیکو پر مخ د لنډ وخت لپاره تړل شوي دي؛ د ټولګټو وزارت ولایتي ریاستونه یې د پاکولو او پرانیستلو لپاره بشپړ چمتو والی لري.

سالنګونه: په سالنګونو کې د واورې اورښت جریان لري او یاده لویه لار تیره شپه د واورې تيز اورښت ، طوفان او دلید ساحې محدودیت له امله د ترافیکو پرمخ موقتاً تړل شوې ده او دا مهال د سالنګونو د ساتنې او څارنې رياست پرسونل له لوري د یادې لویې لارې د پاک کارۍ چارې جریان لري؛ تر څو دغه لویه لار دواړو خواوو ته د بند پاتي مسافر وړونکو وسایطو پر مخ پرانیزي او له درنو هیوادوالو او موټر چلوونکو څخه هیله کیږي، چې پر یاده لویه لار دې د هوا تر ښه کیدو او د لارې تر بشپړو پرانیستل کیدو پورې دې له سره د تګ راتګ څخه ډډه وکړي.

غور: په غور ولایت کې د واورې تیز اورښت جریان لري او په یاد ولایت کې د غور- کابل، غور- هرات او د غوک او بند بایان مسیرونه د واورې د اورښت له امله موقتاً د ترافیکو پرمخ تړل شوي دي.

غزني: د غزني ولايت د مالستان، کوهستان، اجرستان او ناور ولسواليو نښلونکي سړکونه د واورې د تيز اورښت له امله د ترافیکو پرمخ موقتاً تړل شوي دي.

بامیان: د واورې تیز اورښت او طوفانونو له امله د بامیان ولایت د قوناق، شاتو، اقرباط، او حاجیګک کوتلونو د پنجاب – آبقول کرمان، د دهن سیاه او پنجناب ولسوالیو مسیرونه په موقتي ډول د ترافیکو پرمخ تړل شوې دي.

دایکندي: په دایکندي ولایت کې د نیلي – قوناق، نیلي – خدیر او نیلي – ګیتي مسیرونه د ترافیکو پرمخ موقتاً تړل شوي دي.

فاریاب: د کوهستان ولسوالۍ مسیر د تیزې واورې د اورښت له امله د ترافیکو پر مخ تړل شوی دی.

دغه راز؛ په میدان وردګ ولایت کې د حاجیګک کوتل او بهسودو ولسوالۍ او په سرپل ولایت کې د البدر ولسوالۍ مسیرونه د ترافیکو پر مخ موقتاً تړل شوي دي.

د ټولګټو وزارت ولایتي پرسونل او قراردادي شرکتونه بشپړ چمتووالی لري، چې د واورې د اوریدو پر وخت د هېواد ټول نښلونکې مسيرونه او سړکونه د ترافیکو پرمخ پرانيستي وساتي.

همدارنګه: په تخار، بدخشان، پنجشیر، کابل، ارزګان، کندز، نورستان او سمنګان ولايتونو کې هم د واورې تيز اورښت جريان لري، چې د ټولګټو وزارت د اړوند ولایتي ریاستونو او قراردادي شرکتونو له  لوري یې د واورې پاکولو کار جریان لري، چې یو شمېر مسیرونه به د ورځې په جریان کې د ترافیکو پر مخ پرانیستل شي.
 

.

2 years ago

.

تازه ترین اخبار

Tue, Jul 27 2021 1:35 PM
Background image

Maintenance of 6.98 km part of Kabul-Kandahar highway completed

Zabul: Ministry of Public Works announced the periodic maintenance and rebuilding of a 6.98-kilometer long road in the Shajoi district of Zabul province, which is a part of the Kabul. . .

Tue, Jul 27 2021 1:09 PM
Background image

Daikundi: The urban roads of Nili City reach 73% progress

The 8.8 km long and 14 meters wide urban roads project in Nili city, the capital of Daikundi province, is underway and has reached 73% of physical progress, so far.

According to the. . .

BACK TO NEWS