د داوطلبۍ ته د بلنې خبرتیا-د ترانسپورتي زیربنایي انسټیټیوټ د ریاست لپاره د اړینو تجهیزاتو د تدارک پروژه

Publish Date
Closing Date
د ټولګټو وزارت ټولو په شرایطو برابرو داوطلبانو ته بلنه ور کوی ،چې د ۱۴۰۳ مالي کال لپاره د ترانسپورتي زیربنایي انسټیټیوټ د ریاست لپاره د اړینو تجهیزاتو د تدارک پروژه چې ( MOPW/1403/G-78/NCB) تخشصیه شمېره لرونکې ده په قرار داد ورکړي، د شرطپاڼې د شرايطو سره سم خپل سر تړلي آفرونه د یاد اعلان ترخپرېدلو وروسته اړوند مرجع ته وسپاري.
د شرطپاڼې د لاسته راوړلو پته: ګډونوال کولای شي، شرطپاڼه د ټولګټو وزارت د تدارکاتو د رياست د اجناسو له آمريت څخه، چې په صدارت څلورلارې کې د پخواني کورنيو چارو وزارت په سړک کې د احصایې او معلوماتو ملي ادارې ته څېرمه موقعيت لري؛ په فلش ميموري کې ترلاسه کړي.
د آفرونو د تسليمۍ وروستۍ نېټه: (21 /11/ 1403) - (00:10) بجې له غرمې مخکې؛ ناوخته رسېدلي او انټرنيټي آفرونه د منلو وړ نه دي.
د آفر تضمین: د بانک ګرنټي په ډول (74،400) څلوراویازره څلور سوه افغانۍ دي.
د آفرونو وروستۍ نېټه: 21 /11/ 1403 (د یکشنبه سهار 00:10 بجې).
د آفر پرانستولو ځای: ټولګټو وزارت، دريم پوړ د مقام د ناستو تالار.
يادونه: که چيرې د روان کال (21/ 11/ 1403) نېټه د حکومت لخوا په ناگاهانه ډول رخصتي اعلان شي؛ د داوطلبۍ ناسته د یادې نېټې به بله کاري ورڅ کې ترسره کېږي.