د کابل ولایت او نورو زونونو د لابراتوارونو د ارزونې په اړه د ټولګټو وزارت خبرتیا!

د ټولګټو وزارت د څارنې او ارزونې ریاست پلان لري، د هغو لابراتوارونو ارزونه وکړي، چې په کابل ولایت او د هیواد په نورو زونونو ننګرهار، کندهار، هرات، بلخ، او پکتیا ولایتونو کې موقعیت لري.
دا چې د ژمي موسم دی او په اکثره ولایتونو کې رغنیزې او ترمیماتي پروژې ځنډېدلې دي، نو په همدې اساس هغه شرکتونه چې د ټولګټو وزارت برحاله پروژې ورسره قراداد کړي دي کولای شي چې لابراتوارونه د ياد وزارت د څارنې او ارزونې رياست ته معرفي کړي او هغه لابراتوارونه چې غواړي د ټولګټو وزارت په نویو پروژو کې برخه واخلي؛ خپل غوښتنلیکونه دې د پروفایلونو سره یوځای په کابل کې د اعلان له نشر وروسته د روانې مياشتې تر وروستۍ نېټې او په نورو زونونو کې له اعلان وروسته د کب(حوت) تر ۱۵مې نېټې پورې اړوندو رياستونو ته تسلیم کړي؛ ترڅو د دغه وزارت په پام کې نیول شوې پروسه ترسره شي.
نوټ: هغه لابراتوارونه چې د څارنې او ارزونې رياست له لوري يې ارزونه شوې ده په اعلان کې شامل نه دي.