په ۱۴۰۳ کال کې د اوسپنې پټلۍ له لارې د انتقالاتو کچه ۵.۵ سلنه لوړه شوې ده

kalim_admin
Thu, Mar 27 2025 1:48 PM
په ۱۴۰۳ کال کې د اوسپنې پټلۍ له لارې د انتقالاتو کچه ۵.۵ سلنه لوړه شوې ده

 په ۱۴۰۳ هـ.ش. کال کې د اوسپنې پټلۍ له لارې د ۱۴۰۲ هـ.ش. کال په پرتله په انتقالاتي کچه کې ۵.۵ سلنه زياتوالی راغلی دی؛ په داسې حال کې، چې په ۱۴۰۲ کال کې د اوسپنې پټلۍ له لارې د مجموعي انتقالاتو کچه ۴.۱ میلیونه مټريک ټنه وو، خو په ۱۴۰۳ هـ.ش. کال کې ياده کچه ۴.۴ میلیونه مټريک ټنه ته لوړه شوې ده.

د حیرتان بندر له لارې (۳۳۸۶۱۴۳) مټریک ټنه، د آقینې بندر له لارې (۳۶۹۸۶۵) مټریک ټنه، د تورغونډۍ بندر له لارې (۵۹۲۴۸۷) ټنه او د خواف-هرات بندر له لارې (۵۰۷۹۹) ټنه انتقالات، چې ټولټال ۴.۴ میلیونه مټریک ټنه نفتي، غیر نفتي او نور مواد دي، چې هېواد ته وارد او صادر شوي دي.

د انتقالاتو له ډلې یوه برخه ټرانزيټ او صادرات دي، په ۱۴۰۳ هـ.ش کال کې ټولټال (۱۴۵۱۶۸) مټريک ټنه ټرانزيټ او صادرات شوي، چې په ۱۴۰۲ هـ ش کال کې۳۷۸۹۴ متریک ټنه صادرات شوي و، چې په۱۴۰۳ هـ ش کال کې د صادراتو په کچه کې ۱۰۰ سلنه زیاتوالی ښیي. 

د صادراتو لویه برخه یې وچه مېوه، کينو، کچالو، تالک ډبرې او د آنارو جوس دي، چې ؛ د انتقالاتو دغه زیاتوالی تر ډېره بريده د یو مثبت بدلون او د هيواد د ښېرازۍ او زېربنايي بنسټونو د خودکفايۍ زېری ورکوي. 

په ۱۴۰۳هـ. ش کال کې ۷۳۵۷۶ واګونونه او په ۱۴۰۲هـ.ش کال کې ۶۹۳۸۰ واګونونه د اوسپنې پټلۍ له لارې انتقال شوي دي، چې سږ کال د تیر کال په پرتله ۶ سلنه زیاتوالی ښيي او دغه راز په ۱۴۰۳هـ. ش کال کې ۴۳۶۵ کانټینرونه او په ۱۴۰۲هـ.ش کال کې ۸۳۰ کانټینرونه د اوسپنې پټلۍ له لارې انتقال شوي دي چې سږ کال د تیر کال په پرتله ۱۰۰ سلنه زیاتوالی ښیي.

هر څومره چې د اوسپنې پټلۍ له لارې د صادراتو او انتقالاتو کچه لوړيږي، په هماغه اندازه کاري فرصتونه برابریږي، ملي عواید زياتيږي او په ټوله کې اقتصادي ثبات، ترقۍ او ځان بسياينې ته لاره هواریږي.

ټولګټو وزارت هڅه کوي، ترڅو د لا زیاتو انتقالاتو لپاره مناسب شرایط برابر او سوداگرو ته اړین سهولتونه چمتو کړي.

.

1 year 10 months ago

.

تازه ترین اخبار

Tue, Jul 27 2021 1:35 PM
Background image

Maintenance of 6.98 km part of Kabul-Kandahar highway completed

Zabul: Ministry of Public Works announced the periodic maintenance and rebuilding of a 6.98-kilometer long road in the Shajoi district of Zabul province, which is a part of the Kabul. . .

Tue, Jul 27 2021 1:09 PM
Background image

Daikundi: The urban roads of Nili City reach 73% progress

The 8.8 km long and 14 meters wide urban roads project in Nili city, the capital of Daikundi province, is underway and has reached 73% of physical progress, so far.

According to the. . .

BACK TO NEWS