د هېواد په یو شمېر ولایتونو کې د سړکونو او لویو لارو څخه د سېلابونو د رسوبي موادو پاک کاري جریان لري 

kalim_admin
Sun, May 11 2025 2:22 PM
د هېواد په یو شمېر ولایتونو کې د سړکونو او لویو لارو څخه د سېلابونو د رسوبي موادو پاک کاري جریان لري 

 د وروستیو اورښتونو او سېلابونو راوتلو له امله، د هېواد په یو شمېر ولایتونو کې د سړکونو مخې ته رسوبي مواد راوتلي وو، چې د اړوند ولایتونو د تولګټو ریاستونو له لوري یې د پاک کارۍ چارې په چټکۍ سره روانې دي.


د خوست ولایت د تڼیو ولسوالۍ سړک او د کنړ ولایت اړوند د اسعد آباد – جلال آباد سړک د شولډرونو پاک کاري، د تخار ولایت اړوند د فرخار – ورسج  او د بدخشان ولایت د فیض آباد - بهارک سړکونو له سطحې څخه د سیلابي رسوباتو پاک کاري، د کنړ ولایت اړوند  او د بلخ ولایت د حیرتان مسیر څخه د روانو شګو( ریګونو) پاک کاري په چټکۍ سره جریان لري.

ټولګټو وزارت تل هڅه کوي، چې د اورښتونو او سېلابونو د راوتلو پر مهال  د هېواد لویې لارې او سړکونه د ترافیکو پرمخ پرانیستې وساتي او درنو هېوادوالو ته د لویو لارو او د نښلوونکو ولایتي سړکونو څخه د تګ را تګ پر مهال بشپړې آسانتیاوې برابرې کړي، ترڅو هېوادوال له ځنډ او خنډ سره مخ نشي.

.

2 years ago

.

تازه ترین اخبار

Tue, Jul 27 2021 1:35 PM
Background image

Maintenance of 6.98 km part of Kabul-Kandahar highway completed

Zabul: Ministry of Public Works announced the periodic maintenance and rebuilding of a 6.98-kilometer long road in the Shajoi district of Zabul province, which is a part of the Kabul. . .

Tue, Jul 27 2021 1:09 PM
Background image

Daikundi: The urban roads of Nili City reach 73% progress

The 8.8 km long and 14 meters wide urban roads project in Nili city, the capital of Daikundi province, is underway and has reached 73% of physical progress, so far.

According to the. . .

BACK TO NEWS