په تېرو دوو اوونيو کې د اوسپنې پټلۍ له لارې (۱۵۳۵۳۳) مټریک ټنه انتقالات شوي دي

kalim_admin
Mon, May 12 2025 1:26 PM
په تېرو دوو اوونيو کې د اوسپنې پټلۍ له لارې (۱۵۳۵۳۳) مټریک ټنه انتقالات شوي دي

 په تېرو دوو اوونيو کې (د ۱۴۰۴ هـ.ش. کال د ثور مياشتي له ۵ نيټې څخه د ثور تر ۱۸مې) نېټې پورې د  ټولګټو وزارت د اوسپنې پټلۍ له لارې (۱۵۳۵۳۳) مټریک ټنه انتقالات شوي دي.
د حیرتان بندر له لارې (۱۱۸۸۸۴) ټنه، د آقینې بندر له لارې (۱۱۸۳۹) ټنه، د تورغونډۍ بندر له لارې (۱۱۱۲۵) ټنه او د خواف –هرات (۱۱۶۸۵) له لارې ټنه انتقالات شوي، چې ټولټال (۱۵۳۵۳۳) ټنه نفتي، غیر نفتي او نور مواد دي، هېواد ته وارد او صادر شوي دي.
د انتقالاتو له ډلې یوه برخه ټرانزيټ او صادرات دي، په تیرو دوو اوونيو کې (۶۸۷۱) ټنه ټرانزيټ او صادرات شوي، چې یوه برخه یې وچه میوه، معدني ډبرې، وریجې، د آنار جوس او کچالو دي.
 هر څومره چې د اوسپنې پټلۍ له لارې د صادراتو او انتقالاتو کچه لوړيږي، په هماغه اندازه کاري فرصتونه برابریږي، ملي عواید زياتيږي او په ټوله کې اقتصادي ثبات، ترقۍ او ځان بسياينې ته لاره هواریږي.
ټولګټو وزارت هڅه کوي، ترڅو د لا زیاتو انتقالاتو لپاره مناسب شرایط برابر او سوداگرو ته لا زياتې اسانتياوې برابرې کړي.

.

2 years ago

.

تازه ترین اخبار

Tue, Jul 27 2021 1:35 PM
Background image

Maintenance of 6.98 km part of Kabul-Kandahar highway completed

Zabul: Ministry of Public Works announced the periodic maintenance and rebuilding of a 6.98-kilometer long road in the Shajoi district of Zabul province, which is a part of the Kabul. . .

Tue, Jul 27 2021 1:09 PM
Background image

Daikundi: The urban roads of Nili City reach 73% progress

The 8.8 km long and 14 meters wide urban roads project in Nili city, the capital of Daikundi province, is underway and has reached 73% of physical progress, so far.

According to the. . .

BACK TO NEWS