د قرار داد د ورکړې خبرتیا- د تور کوتل د ترازو او د کندهار ولایت د هوايي ډګر د دوو بشپړو کمپلیکسونو د جوړولو د پروژې د قرار داد د ورکړې خبرتیا

Publish Date
Closing Date
د ټولګټو وزارت ټولو په شرایطو برابرو داوطلبانو ته بلنه ور کوی ؛ ترڅو د تور کوتل د ترازو او د کندهار ولایت د هوايي ډګر د دوو بشپړو کمپلیکسونو د جوړولوپروژه په قرارداد ورکړي، د شرطپاڼې د شرايطو سره سم خپل سر تړلي آفرونه د یاد اعلان ترخپرېدلو وروسته اړوند مرجع ته وسپاري.
د شرطپاڼې د لاسته راوړلو پته: ګډونوال کولای شي، شرطپاڼه د ټولګټو وزارت د تدارکاتو د رياست د اجناسو له آمريت څخه، چې په صدارت څلورلارې کې د پخواني کورنيو چارو وزارت په سړک کې د احصایې او معلوماتو ملي ادارې ته څېرمه موقعيت لري؛ په فلش ميموري کې ترلاسه کړي.
د آفرونو د تسليمۍ وروستۍ نېټه: (1404/04/25) - (10:00) بجې له غرمې مخکې؛ ناوخته رسېدلي او انټرنيټي آفرونه د منلو وړ نه دي.
د آفر تضمین: د بانک ګرنټي په ډول (300,000) دری سوه زره افغانۍ دي.
د آفر پرانستولو ځای: ټولګټو وزارت، دريم پوړ د مقام د ناستو تالار.
يادونه: که چيرې د روان کال (1404/04/25) نېټه د حکومت لخوا په ناگاهانه ډول رخصتي اعلان شي؛ د داوطلبۍ ناسته د یادې نېټې به بله کاري ورڅ کې ترسره کېږي.