د کابل – کندهار لویې لارې اړوند د دامان ولسوالۍ مسجد کار بشپړ شوی او په نږدې راتلونکي کې به ګټې اخیستنې ته وسپارل شي

د ا.ا.ا د زعیم عالیقدر امیرالمؤمنین حفظه الله د حکم پر بنسټ د لویو لارو په اوږدو کې ۷۵ محرابه مسجدونه رغول کیږي، چې دامهال د ټولګټو وزارت له لوري د کابل – کندهار لویې لارې اړوند د دامان ولسوالۍ مسجد د رغونې کار بشپړ شوی او په نږدې راتلونکي کې به ګټې اخیستنې ته وسپارل شي.
دغه مسجد په درې جریبه ځمکه کې رغول شوی دی، چې په یو وخت کې به ۳۰۰ تنو (۱۷۰ نارینه او ۱۳۰ ښځینه) لمونځ کوونکو ظرفیت لري، چې د وسایطو لپاره منظم پارکینګ، د ملا امام لپاره ځانګړی د اوسېدو ځای، د نارینه او ښځینه لمونځ کوونکو د لمانځه د ادا کولو لپاره جلا ځایونه او د نارینه او ښځینه لمونځ کوونکو لپاره د اوداسه جلا ځایونه رغول شوي دي.
یاد مسجد د ټولګټو وزارت او خصوصي سکټور ترمنځ د ۳۵میلیونه او څلور سوه زره افغانیو په ارزښت قرارداد شوی وو، چې په نږدې راتلونکي کې به ګټې اخیستنې ته وسپارل شي او ګټي اخیستنې ته تر سپارل کېدو وروسته به د حج او اوقافو وزارت ته تسليم شي. د یادونې وړ ده، چې د یاد مسجد ټول تأسیسات په سولریزې برېښنا سمبال دي.