د هرات – چشت شریف ۳۰ کیلومتره سړک رغنیزې چارې جریان لري

د هرات – چشت شریف سړک ۳۰ کیلومتره اوږدوالی او ۱۲.۵ متره پلنوالۍ لري، چې ۷.۳۰ متره یې اسفالټ اود سړک دواړو خواوو ته دوه نیم دوه نیم متره شولډرونه لري، چې یو یو متر شولډر یې په آسفالټ بڼه رغول کيږي او رغنیزې چارې یې د ټولګټو وزارت او خصوصي سکټور ترمنځ قرارداد شوې دي او دا مهال عملاً جریان لري.
د یاد سړک په اوږدو کې د یو شمېر سټرکچرونو، ۱۴۷ پایې پلګوټو، ۳۹۰ متره استنادي دېوالونو او ۴۴۰ متره سړک غاړې ویالو د رغونې کار هم شامل دی، چې له ډلې یې د ۱۰ پایې پلګوټو کار بشپړ شوی دی.
د هرات – چشت شریف سړک د کار په جریان کې د سیمې یو شمېر اوسېدونوکو ته د کار زمینه برابره شوې ده او له رغېدو سره به یې د هرات، غور ولایتونو او د کرخ، اوبه او چشت شریف ولسوالیو اوسېدونکو ته د تګ راتګ او کرنیزو محصولاتو د انتقال په برخه کې د پام وړ آسانتیاوې رامنځته شي.