د تورغونډۍ بندر د پراختيا او تأسیساتو د رغولو عملي چارې پیل شوې

kalim_admin
Wed, Sep 24 2025 3:26 PM
د تورغونډۍ بندر د پراختيا او تأسیساتو د رغولو عملي چارې پیل شوې

د هرات ولايت اړوند د تورغونډۍ بندر د پراختيا او تأسیساتو د رغولو عملي چارې د ا.ا.ا او ترکمنستان هيواد د لوړپوړي پلاوي له لوري د يو لړ ځانګړو مراسمو په ترڅ کې رسماً پيل شوې.

د مراسمو په جریان کې، د ټولګټو وزارت د اوسپنې پټلۍ مرستيال محترم الحاج مولوي محمد اسحاق صاحبزاده وويل، چې د تورغونډۍ بندر د پراختیا پروژه په ۵۰ جریبه ځمکه کې پلې کېږي او په یاده پروژه به له 5 څخه تر ۷ میلیونه امریکایي ډالرو پورې لګښت راشي، چې د یوکال په موده کې به یې چارې بشپړې او ګټې اخیستنې ته وسپارل شي.

دغه راز د ټولګټو وزارت د اوسپنې پټلۍ مرستيال محترم الحاج مولوي محمد اسحاق صاحبزاده او د ترکمنستان هېواد د وزیرانو د کابیني د رئیس مرستیال او مل پلاوي ترمنځ د یاد بندر پر اهمیت، د شته ستونزو دحل، د انتقالاتو پرزیات والي او د تورغنډۍ – هرات بندر باندې د ترکمنستاني لوري د پانګونې په تړاو خبرې اترې وشوې.

د یادو مراسمو په لړ کې، د هرات والي محترم شیخ مولانا اسلام‌ جار او د ترکمنستان هېواد راغلي پلاوي یاده پروژه مهمه و بلله او زیاته یې کړه، چې د تورغونډۍ بندر د پراختيايي پروژې په بشپړېدو سره به د هېواد په اقتصاد کې ستر مثبت بدلون رامنځته شي.

تورغونډۍ بندر په هرات ولايت کې د افغانستان او ترکمنستان ترمنځ پر پوله موقعیت لري او د منځنۍ آسیا او افغانستان ترمنځ د تجارتي توکو د لېږد-رالېږد يو له مهمو ترانزیټي مسيرونو څخه ګڼل کېږي.

.

2 months 1 week ago

 

تازه ترین اخبار

Tue, Jul 27 2021 1:35 PM
Background image

Maintenance of 6.98 km part of Kabul-Kandahar highway completed

Zabul: Ministry of Public Works announced the periodic maintenance and rebuilding of a 6.98-kilometer long road in the Shajoi district of Zabul province, which is a part of the Kabul. . .

Tue, Jul 27 2021 1:09 PM
Background image

Daikundi: The urban roads of Nili City reach 73% progress

The 8.8 km long and 14 meters wide urban roads project in Nili city, the capital of Daikundi province, is underway and has reached 73% of physical progress, so far.

According to the. . .

BACK TO NEWS