د غزني – ښرنې د ۴۱ کیلومتره سړک د اساسي ترمیم چارې د ۱۴۵ میلیونه افغانیو په ارزښت پیل شوې

kalim_admin
Mon, Oct 06 2025 11:29 AM
د غزني – ښرنې د ۴۱ کیلومتره سړک د اساسي ترمیم چارې د ۱۴۵ میلیونه افغانیو په ارزښت پیل شوې

د ا.ا.ا د ټولګټو وزارت لخوا د خلکو د هوساینې او ستونزو د حل په موخه د غزني – ښرنې د ۴۱ کیلومتره سړک د اساسي ترمیم چارې د ۱۴۵ میلیونه افغانیو په ارزښت پیل شوې.

د یادې پروژې د پرانیستې په مراسمو کې د غزني ولایت د ټولګټو رئیس محترم مولوي عبد القدیر بلال، یو شمیر سیمه ییزو مسئولانو او قومي مخورو ګډون کړی وو.

دغه سړک چې د ترانسپورت څلور لارې څخه پیل تر سردې بند پورې رسیږي، د سړک د فرش د اساسي ترمیم ترڅنګ د ۳۶ پایو پلګوټو او د سړک د څنډو (شولډرونو) د اساسي ترمیم کار هم شامل دی، چې د یو کال په موده کې به یې چارې بشپړې او ګټې اخیستنې ته وسپارل شي.

یاد سړک د دې ترڅنګ چې د غزني او پکتیکا ولایتونه یو له بل سره نښلوي، د اندړو، ده ‌یک او ګیرو ولسوالیو د اوسېدونکو د تګ راتګ لاره هم ده، چې په بشپړېدو سره به یې پر یاده لویه لار د تلونکو مسافرو او د یادو ولسوالیو د اوسېدونکو د تګ راتګ ستونزې د پخوا په پرتله هوارې شي، د کرنیزو او سوداګریزو توکو د انتقال په برخه کې به ګڼې اسانتیاوې رامنځته شي.

دا په داسې حال کې ده، چې ټولګتو وزارت د هېواد په بېلابېلو سیمو کې د سړکونو، اوسپنې پټلۍ او پلونو د رغونې، اساسي ترمیم، بیارغونې او د سړکونو او اوسپنې پټلۍ د ساتنې او څارنې په برخه کې د ګڼ شمیر پروژو چارې پیل کړې دي.

.

1 month 2 weeks ago

 

تازه ترین اخبار

Tue, Jul 27 2021 1:35 PM
Background image

Maintenance of 6.98 km part of Kabul-Kandahar highway completed

Zabul: Ministry of Public Works announced the periodic maintenance and rebuilding of a 6.98-kilometer long road in the Shajoi district of Zabul province, which is a part of the Kabul. . .

Tue, Jul 27 2021 1:09 PM
Background image

Daikundi: The urban roads of Nili City reach 73% progress

The 8.8 km long and 14 meters wide urban roads project in Nili city, the capital of Daikundi province, is underway and has reached 73% of physical progress, so far.

According to the. . .

BACK TO NEWS