په لوګر ولایت کې د شاو خوا ۴ میلیونه افغانیو په ارزښت د دوو پروژو چارې پیل شوې

د ا.ا.ا د تولګټو وزارت په لوګر ولایت کې د ترانسپورتي وضعیت د ښه والي او درنو هېواد والو ته د تګ راتګ په برخه کې د آسانتیا رامنځ ته کولو په موخه د شاو خوا ۴ میلیونه افغانیو په ارزښت د دوه پروژو عملي چارې د یاد ولایت د والي مرستیال محترم الحاج مولوي محمد انور دین پرور، دیاد ولایت د ټولکټو رئیس مولي جنت ګل سراج، سیمه ییزو مسؤلانو او قومي مخورو په شتون کې پیل کړې.
ټولګټو وزارت د لوګر په التمور سیمه کې د ۲.۱ میلیونه افغانیو په ارزښت د التمور لوړتناژ تلې د ۱۵۰ متره نښلوونکي سړک د کانکریټ چارې او د یاد ولایت د خوښۍ ولسوالۍ سړک په اوږدو کې د څه باندې ۱.۹ میلیونه افغانیو په ارزښت د ۵ پایو پلګوټو د ترمیم او بیارغونې چارې پیل کړې دي.
یادې پروژې د ټولګتو وزارت او خصوصي سکتور ترمنځ قرارداد شوې دي، چې د دریو کاري میاشتو په موده کې به یې چارې بشپړې او ګټې اخیستنې ته وسپارل شي.
د یادو پروژو د کار په بشپړیدو سره به د درنو سوداګرو او د ځایي اوسیدونکو ستونزې د پخوا په پرتله هوارې شي او د کرنیزو توکو په چټک او خوندي انتقال کې به د پام وړ آسانتاوې رامنځ ته شي.