د سالنګونو لویې لارې د تړل کېدو په تړاو د ټولګټو وزارت خبرتیا!

د ا.ا.ا د ټولګټو وزارت پلان لري، چې د تخنیکي مشخصاتو پر بنسټ، د سالنګونو لویې لارې د تونل د ننه برخې، ۱۵مې او ۱۶مې ګالرۍ پر کانکریټ سربېره، د ۶ سانتيمتره په ضخامت یوه لایه محافظتي قیر (آسفالټ) واچوي.
په همدې اساس، یاده لویه لار د ١٤٠٤ ه.ش کال د تلې (میزان) میاشتې له ۲۷مې نیټې څخه د روان کال د لړم (عقرب) میاشتې تر ۶مې نیټې پورې، د (۱۰) ورځو لپاره د هر ډول وسایطو پرمخ په بشپړه توګه تړل کیږي.
درانه هېوادوال کولای شي، چې د یادو لسو ورځو په موده کې د اړتیا پر مهال د سالنګونو لویې لارې پر ځای د بدیل مسیر (دوشي – بامیان) له لارې تګ راتګ وکړي.
ټولګټو وزارت له درنو هېوادوالو څخه غوښتنه کوي، چې د روان کال د میزان میاشتې په ۲۶ نیټه د شنبې ورځې د مازدیګر له ۶ بجو وروسته دې پر یادې لویې لارې له تګ راتګ څخه په کلکه ډډه وکړي، او د لارې د بېرته پرانیستل کېدو تر وخته دې له حوصلې څخه کار واخلي.