په کندز ولایت کې د دوو ترمیماتي پروژو چارې د ۱۰ میلیونه افغانیو په ارزښت پیل شوې

kalim_admin
Wed, Oct 29 2025 11:28 AM
په کندز ولایت کې د دوو ترمیماتي پروژو چارې د ۱۰ میلیونه افغانیو په ارزښت پیل شوې

د ا.ا.ا د ټولګټو وزارت له لوري په کندز ولایت کې د ترانسپورتي وضعیت د ښه ‌والي او  درنو هېواد والو ته د تګ راتګ په برخه کې د آسانتیاوو رامنځته کولو په موخه د دوو ترمیماتي پروژو عملي چارې د ۱۰ میلیونه افغانیو په ارزښت د یاد ولایت د ټولګټو رئیس محترم ملا عبدالخالق حقمل، سیمه ییزو مسؤلینو او یو شمېر قومي مشرانو په شتون کې پیل شوې.

د کندز – شېرخان بندر لویې لارې اړوند اوسپنیز پل رنګمالي او د څلور پایې پلګوټو د بیارغونې چارې د ۴ میلیونه افغانیو په ارزښت د ټولګټو وزارت او خصوصي سکتور تر منځ قراداد شوې دي، چې د دریو کاري میاشتو په موده کې به یې چارې بشپړې او ګټې اخیستنې ته وسپارل شي.

دغه راز د کندز – شېرخان بندر، کندز – تخار او کندز – بغلان عمومي مسیرونو د تخریب شویو شولډرونو هموار کاري او جغل اندازي او همدارنګه د استنادي دېوالونو او د سړک غاړې ویالو د ترمیم او بیارغونې چارې د ۶ میلیونه افغانیو په ارزښت د ټولګټو وزارت او خصوصي سکتور تر منځ قراداد شوې دي، چې د څلورو کاري میاشتو په موده کې به یې چارې بشپړې او ګټې اخیستنې ته وسپارل شي.

د یادو پروژو د کار په بشپړیدو سره به د ځایي اوسېدونکو ستونزې د پخوا په پرتله هوارې شي او د کرنیزو توکو په چټک او خوندي انتقال کې به د پام وړ آسانتاوې رامنځ ته شي.

.

2 months ago

 

تازه ترین اخبار

Tue, Jul 27 2021 1:35 PM
Background image

Maintenance of 6.98 km part of Kabul-Kandahar highway completed

Zabul: Ministry of Public Works announced the periodic maintenance and rebuilding of a 6.98-kilometer long road in the Shajoi district of Zabul province, which is a part of the Kabul. . .

Tue, Jul 27 2021 1:09 PM
Background image

Daikundi: The urban roads of Nili City reach 73% progress

The 8.8 km long and 14 meters wide urban roads project in Nili city, the capital of Daikundi province, is underway and has reached 73% of physical progress, so far.

According to the. . .

BACK TO NEWS