د دواطلبۍ نېټې غځولو خبرتیا- د اوومې ناحیې اړوند په دارالامان سیمه کې د ټولګټو وزارت له اضافي موازي ملکیت څخه د 0.95 جریبه ځمکې د کرایې ورکولو پروسه

kalim_admin
  اعلان مجدد دعوت به داوطلبی-  تصحیح و تمدید میعاد اعلان اجاره دهی موازی (0.95) جریب زمین مازاد ملکیت وزارت فواید عامه واقع دارالامان ناحیه هفتم شهر کابل

Publish Date

Closing Date

ټولګټو وزارت ټولو په شرايطو برابرو داوطلبانو ته بلنه ورکوي، ترڅو د اوومې ناحیې اړوند په دارالامان سیمه کې د ټولګټو وزارت له اضافي موازي ملکیت څخه د 0.95 جریبه ځمکې په کرایه ورکولو په پروسه کې، چې د MOPW/1404/NC-66/NCB   تشخصیه نمبر لرونکی دی؛ ګدون وکړي او د شرطپاڼې د شرايطو سره سم خپل سر تړلي آفرونه د یاد اعلان ترخپرېدلو وروسته اړوند مرجع ته وسپاري.

د شرطپاڼې د لاسته راوړلو پته: ګډونوال کولای شي، شرطپاڼه د ټولګټو وزارت د تدارکاتو د رياست د اجناسو له آمريت څخه، چې په صدارت څلور‌لارې کې د پخواني کورنيو چارو وزارت په سړک کې د احصایې او معلوماتو ملي ادارې ته څېرمه موقعيت لري؛ په فلش ميموري کې ترلاسه کړي.

د طرحې (پلان) محتوا باید لاندې موارد ولري:

-       د ځمکې د کارونې  ډول او هدف په روښانه توګه تشریح کړي؛

-       د پلان شویو تأسیساتو ابتدایي طرح وړاندې کړي؛

-       اقتصادي تحلیل او د لګښتونو ابتدایي اټکل وړاندې کړي؛

-       د پروژې د تطبیق مهالوېش (ټایم‌لاین) مشخص کړي؛

-       د طرحې احتمالي اقتصادي او ټولنیزې ګټې روښانه کړي؛

-       د اجارې موده: داوطلب باید د اجارې د مودې اوږدوالی (په کلونو او میاشتو) مشخص کړي؛

-       د میاشتني کرایې اندازه: داوطلب باید د میاشتني کرایې خپل وړاندیز په څرګند او مستدل ډول وړاندې کړي.

د آفر تضمین: هغه کسان چې د داوطلبۍ او مزایده په پروسه کې ګډون کوي، مکلف دي چې درې میاشتې کرایه چې د داوطلب له لوري په آفر کې درج او وړاندې کېږي تضمین کړي. د داوطلبۍ په ورځ باید د تضمین په توګه له ځان سره نغدې پیسې یا د بانګ تضمین ولري.

د آفر پرانيستلو نېټه : 1404/8/18 - ( 10:00 )  بجې له غرمې مخکې.

د آفر پرانستولو ځای: ټولګټو وزارت.

يادونه: که چيرې د روان کال (1404/8/18) نېټه د حکومت لخوا په ناڅاپي ډول رخصتي اعلان شي؛ د داوطلبۍ ناسته د یادې نېټې به بله کاري ورڅ کې ترسره کېږي.

.

2 months ago

 

More tenders

Sat, Dec 14 2024 9:45 AM
Background image

REQUEST FOR Consultancy Service for Detail Survey and Detail design for Kandahar-Spinboldak Railway Project LENGTH (96 Km)

Procuring Entity

National Procurement directorate (NPD) on behalf of      Ministry of Public Works/Afghanistan Railway Authority (MOPW/ARA)

Fund . . .

Sun, Feb 21 2021 9:33 AM
Background image

REQUEST FOR EXPRESSIONS OF INTEREST (REOI)

REQUEST FOR EXPRESSIONS OF INTEREST (REOI)

(Consulting Services – Firms Selection)

Country:  Government of Islamic Republic of Afghanistan

Project:    Trans-Hindukush Road . . .

Back to tenders