په بلخ ولايت کې د کشنده – زاري ولسوالیو ترمنځ ٢٨ کیلومتره سړک د جغل اچولو او هموارکارۍ چارې بشپړې شوې

kalim_admin
Sat, Nov 01 2025 2:35 PM
په بلخ ولايت کې د کشنده – زاري  ولسوالیو ترمنځ ٢٨ کیلومتره سړک د جغل اچولو او هموارکارۍ چارې بشپړې شوې

د ټولګټو وزارت له لوري د بلخ ولايت د کشندې او زاري ولسوالیو ترمنځ د غځېدلي ٢٨ کیلومتره سړک د جغل اچولو او هموارکارۍ چارې بشپړې او د یاد ولایت د ټولګټو رياست رئيس الحاج مولوي عبدالصبور صابر او یو شمېر سیمه ییزو مسئولینو په شتون کې ګټې اخيستنې ته وسپارل شو.

یاد سړک، چې د بېلابېلو عواملو له امله تخریب شوی وو، د بلخ ولایت د ټولګټو ریاست د شته پرسونل او ماشینرۍ پر مټ یې د جغل اچولو  او هموارکارۍ چارې د یوې میاشتې په موده کې بشپړې شوې.

د یادې پروژې د کار په بشپړېدو د سیمې خلک خوښ دي او وایې، چې د یاد سړک په ترمیم او هموارکارۍ سره د دوی شته ستونزې د پخوا په پرتله هوارې شوې دي.

.

2 months 1 week ago

 

تازه ترین اخبار

Tue, Jul 27 2021 1:35 PM
Background image

Maintenance of 6.98 km part of Kabul-Kandahar highway completed

Zabul: Ministry of Public Works announced the periodic maintenance and rebuilding of a 6.98-kilometer long road in the Shajoi district of Zabul province, which is a part of the Kabul. . .

Tue, Jul 27 2021 1:09 PM
Background image

Daikundi: The urban roads of Nili City reach 73% progress

The 8.8 km long and 14 meters wide urban roads project in Nili city, the capital of Daikundi province, is underway and has reached 73% of physical progress, so far.

According to the. . .

BACK TO NEWS