د کندوز ـ تخار لویې لارې د ترمیم او سیلینگ کارۍ چارې د ۳ میلیونه افغانیو په ارزښت پیل شوې
د ا.ا.ا ټولګټو وزارت له لوري د کندز- تخار لویې لارې د ترمیم او سیلینګ کارۍ چارې د ۳ میلیونه افغانیو په ارزښت د کندز ولایت ټولګټو رئیس محترم الحاج ملا عبدالخالق حقمل، سیمه ییزو مسؤلانو او قومي مخورو په شتون کې رسماً پیل شوې.
یاده پروژه د ټولګټو وزارت او خصوصي سکټور ترمنځ قرار داد شوې ده، چې د ۳ میاشتو په موده کې به یې چارې بشپړې شي او کټې اخیستنې ته وسپارل شي.
دیادې پروژې په بشپړېدو سره به د سړک له ډیر تخریب څخه مخنیوی وشي او د خلکو د تګ راتګ ستونزې به د پخوا په پرتله هوارې شي.
