په کنړ ولایت کې د غازي آباد – ناړۍ د څه باندې ۱۴ کیلومتره سړک د اساسي رغونې چارې د ۴۴۰ میلیونه افغانیو په ارزښت پیل شوې
د ټولګټو وزارت له لوري په کنړ ولایت کې د غازي آباد او ناړۍ ولسوالیو ترمنځ د نښلوونکي څه باندې ۱۴ کیلومتره سړک د اساسي رغونې چارې د ۴۴۰ میلیونه افغانیو په ارزښت د کونړ والي الحاج مولوي قدرت الله ابوحمزه، دیاد ولایت د ټولګټو رییس قاري معاذ او یوشمېر نورو سیمه اییزو مسئولینو په شتون کې پیل شوې.
د کنړ ولایت د ټولګټو رییس قاري معاذ د یادې پروژې په پرانیست غونډه کې وویل: چې د یاد سړک په اوږدو کې یو پایه لوی پل، ۱۰۰ پایې پلګوټي او ۲۲۹۷ متره استنادي دیوالونه چې درې متره پلنوالي لري شامل دي او دوو کلونو په موده کې به یې کار بشپړ شي.
د یاد سړک د کار په پیلېدو سره ځایي اوسېدونکي خوښ دي او وایي، چې د دغه سړک په رغېدو سره به د ناړۍ او غازي اباد ولسواليو د خلکو سربېره به د شرقي نورستان کامدیش او برګمټال اوسیدونکو ته هم پوره اسانتیاوې رامنځته شي.
